(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)
Adab au Hunar / شعر، ادب او هنر
غزل
زما د قام دا بی احساسه زلمی
ځان الوځۍ د خپله لاسه زلمی
د څو ډالرو په لالچ کښې راشي
د سره تیر شي له اخلاصه زلمی
!زما د خیال امن پرست قلمه
د دي حالاتو نه اوباسه زلمی
ټوله دنیا درته یو شوي ده نن
د خدای د پاره نه راپاسه، زلمی
د اور ګولۍ ده هرې خوانه راځي
ته په سینه ي ننه باسه،زلمی
یو ورځ به اور اخلې لمبې به کوي
زما د زړه له دي بړاسه زلمی
---------
-زما ادبې نوم ٫٫ساده دیروجی٬٬دی
بېرته شاته |