(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)
Adab au Hunar / شعر، ادب او هنر
غزل
تل ئې نغښتى په موجونو کې الهام وي
د کونړ د سيند يادونه دې مدام وي
اى نسيمه! لږ ئې ورو په مخ تېريږه
پرېږده ښکلي د کونړ مې په ارام وي
د ختن آهو نافه ئې په کار نه وي
معطر په کشمالوچې د چا بام وي
لکه سيند کې د کونړ سړى لاهو شي
بې وطنه ژوندون هسې ناارام وي
که سلام راته د غرو د کونړ راوړي
د متين دې په هغه قاصد سلام وي
---------------
اگست -٩-٢� � ٩
منټيکا - کليفورنيا
بېرته شاته |