(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)
Adab au Hunar / شعر، ادب او هنر
د ازادۍ څلى
سر دې په اسمان لگي، منار د آزادئ ئې ته!
پت د افغانانو ئې، يادگار د آزادۍ ئې ته!
ته ئې د مشرق ځمکې، د غرونو د زمرو اواز
ته ئې د ځنځير، او زولنو دماتېدو اواز
اى د استقلال څليه! تلوار د آزادۍ ئې ته!
ته ئې د غازيانو، د سرو وينو ولولو محصول
ته مو د نيکونو، خويندو، ورونو د جذبو محصول
اى د خپلواکۍ نښې!، اختيار د آزادئ ئې ته!
ته د يرغلگرو هر يرغل ته د عبرت مثال
ته ئې د ملالې، د ايوب د لوړ غيرت مثال
ته ئې "اکبري" گوزار، گوزار د آزادۍ ئې ته!
ته ئې له ډگر نه، د پردو د تښتېدو شاهد
ته د اجنبيانو د پرهر د شړېدو شاهد
ته ئې د بريا نشان، اقرار د آزادۍ ئې ته!
ته ئې د "امان" د فولادي عزم او پت نشان
ته ئې د غازيانو، سرښندنې د غيرت نشان
ننگ د ايشيا ئې، افتخار د آزادۍ ئې ته!
سترگې د غليم به، تل ړندېږي ستا خنجر باندې
لمر د خپلواکۍ به، تل ځلېږي ستا په سر باندې
پاى لري هر يو خزان، بهار د آزادۍ ئې ته!
تل به دې سر لوړ ساتي، ستا واړه اصيل بچيان
څوک چې ځان افغان بولي، او وايي ځان ته يو افغان
اى د آزادئ څليه!، تلوار د آزادۍ ئې ته!
ته ئې د وحدت نښه، هېواد د افغانانو کې
را به شي هماغه وخت، په کور د خپلواکانو کې
دا ده د متين ارزو، وقار د آزادۍ ئې ته
بېرته شاته |