(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)
په فرانکفورت کی دخدای بښلی خان بابا عبدالولی خان په یاد غونډه او دوعا
[17.Feb.2006 - 15:51]
دغه باغ به دې خلاص نشي له خزانه
که چاپیر ورځینې سد د سکندر کړې
په ډیره خواشینۍ سره ټولو درنو او محترمو هیواد والو ته دا غمجین خبر ورکول کیږي چې د پښتنو ستر نومېالۍ مشر او د تېریکونکو په ضد ستر مبارز او لوړ شخصیت « ارواښاد خان بابا عبدالولی خان» په ۲۰۰۶/ ۰۱ / ۲۴ نېټه د دې نړۍ څخه دتل د پاره سترګې پټې کړي او نوموړې په چارسده کې خپلې پلرنۍ هدیره کې خاورو ته وسپارل شو. دا دردونکې پېښه د لراو بر پښتون ولس د پاره ډیره غټه ضایع ګڼل کېږی.
په المان کې اوسیدونکوو هیواد والو ته خبر ورکول کیږي چې ارواښاد ته د دعا او هم د هغه د تاریخي مبارزې او ژوندون بهیر په یاد په جوړېدونکې غــونــډه کې چې په ۱۸ / ۰۲ /۲۰۰۶ نېټه، په ۱۴ بجو په لاندې پته کې پرانیستل کیږي، برخه وال شي.
راځی چې په ګډه او د ګڼ شمېر په ګډون د پښتنو د ستر نه ستومانه کېدونکي او نه هېرودونکي لوړ شخصیت ارواښاد خان بابا عبدالولی خان روح ته د نیکو هیلو او د ښه غوښتنو لاسونه د پاک الله « ج » په دربار کې پورته کړو.
پــــــتـــه
Rödelheimer str.38
60487 Frankfurt am Maim
( Bockenheim-Schönhof )
ضـــروری ټــلـفــونــونــه
نصیر خان 57057066 - 0171
صفدر خان 3078668 - 0160
داقبال لالا د فتر 612351 - 069
فکس 61993245 - 069
[email protected]
- دپښتونخوا خبریال
بېرته شاته |