(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)
Adab au Hunar / شعر، ادب او هنر
غزل
ستا په غېږ کي رالوي سوی مريی نه يم چي ترتا سپېلنی نه سم زلمی نه يم که بېرغ د آزادی مي له لاس ولوېد هغه وخت به دا ګڼم چي ژوندی نه يم هريو خيال مي د نسيم په ميو مست دی بې غليمه و هيچا ته ازغی نه يم زرغونې ونې دي ډار دي ډار له ما ځا نه کړي ځل هم نه يم د خزان که سپرلی نه يم که پر ځاي د ننګ مي ونه کړله توره د آسيا د زړه منلی زمری نه يم که پر خوږو د بل خوږ زه زيارکښ! نه سوم بيا ډبره يم د غوښي زړګی نه يم
- ږوب Posted By: رفیع الله مندوخيل Mr. Rafiullah Mandokhail Cell # +92-300-3937628
بېرته شاته |