(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)
Adab au Hunar / شعر، ادب او هنر
د پښتونخوا په سيمه
د پاس وطن نه يم راغلی جادوګر ملګرو
د پښتونخوا په سيمه کوم د مينې کر ملګرو
بغض ، کينه، نفرت، حسد نه پرېکؤم سرونه
يم نا اشنا لږ راته سم کړۍ رؤ ګودر ملګرو
دامې د خپلو د ستم کۀ د کرو نښې دي
دا چې په خپل وطن کښې ګرځم در په در ملګرو
مونږ خو د امن سوداګر يو په خپل سر ئې اخلو
خدائې خو دې ګرې کړي زمونږ د کوره شر ملګرو
ګل مخې پېغله چې سرتوره سر ببره وينم
د لېونو په شان شوکؤم د زړه پرهر ملګرو
چې مو په فصل د باران په ځائې ګولئۍ وريږي
خود به ګرځيږو وچې شونډې اؤ نهر ملګرو
د پښتونخوا د امن خاوره چې په وينو سره ده
دے لګیدلی پرې د چا سپیرۀ نظر ملګرو
په مونږ ئې توره شپه د غم اؤ واوېلا راوستې
اغېار په دې کښې لټوي ځان له سحر ملګرو
زما د عمر رنځورتيا له تش کتل د جانان
سمه کیميا ده کۀ راګوري يو نظر ملګرو
زاهده ژوند په دنيا ګران شو تیرېدلی نشي
خدائې خو دې راکړي د جانان په زړۀ کښې در ملګرو
ـ د پښتنو قامی سنګر ـ
بېرته شاته |