(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)
Adab au Hunar / شعر، ادب او هنر
فریاد
بې واکه دي موجونه څوک پښتون راوستی نه شی
نــا پـوهـه رواجــونـــه څــه بــدلــون راوسـتی نــه شـې
قسمت له غمه ژاړې جام نسکور د میـخـانـی شو
ســبـا تــه میلمستیـا هم د پرون راوستی نه شې
ګـیـلـه د وخــت پکار ده هــم فــریــاد د ملــغــلــرو
ليلا په خپلو اوښکو چې مجنون راوستی نه شې
د حسن شوګیری د لمر سپوږمۍ مـدار کې ګرځـی
دا تیری ورځې شپې چې د ژوندون راوستی نـه شې
زړښــت ئـــې ارمــانی تــاج په سـر هم د ځوانۍ دی
لرغونې لیونتوب بـانــدې پــاڅــون راوستی نه شې
سالـو لانـدې راګورې نسیم ستوریه څه به جوړ کړې
فـریــاد د انـتـظار بــانــدې ســمـون راوستی نه شې
بېرته شاته |