(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)
Adab au Hunar / شعر، ادب او هنر
کوم زخم ئې اوژاړمه
د خپل ارمان د پېښور نه چې پلو اخلمه
لکه د وينو د منظر نه چې پلو اخلمه
خولې مې راشي په تندي وجود مې اوبوږنيږي
زه د زړګوټي د پرهر نه چې پلو اخلمه
په دې ګناه زما قاتل زما د مرګه تېر دی
د خپلې خاورې ددې شر نه چې پلو اخلمه
دې د ظلمونو قصيدې ئې په سينو ليکلې
د کوم چينار، د کوم نختر نه چې پلو اخلمه
په ښکلاګانو ئې بلها د وينو رنګ ختلی
د پښتنو د لر او بر نه چې پلو اخلمه
سترګو کښې اوښکې، غرېو نيولي اسويلي په شنډو
د پښتونخوا د مازيګر نه چې پلو اخلمه
حېران ولاړ يمه چې کوم زخم ئې اوژاړمه
د هر ماښام او د سحر نه چې پلو اخلمه
بيا مئېن توب راله په زړه باندې را اووروي
اوس هم د کلي د ګودر نه چې پلو اخلمه
شبابه پاتې پکښې شولې د جانان تذکرې
ستا د غزلو او هنر نه چې پلو اخلمه
ـ د پښتنو قامی سنګر ـ
بېرته شاته |