(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)
Adab au Hunar / شعر، ادب او هنر
د سوات ، دير اؤ د بونېر د سردرو ګلونو
د ژوند د دې تماشې دا ادا به څوک وژني؟
د دې ادا وژل اسان نۀ دي اسان نۀ دي!
په داسې حال کښې چې مرګ لوبې په سرونو کوي
د نوي سوات نرګس په سره سيمه کښې وټوکېدل
په داسې وخت کښې چې هر سېورے د قاتل سېورے دی
د ژوند د څړګو څُوکو سرۀ ګلونه وخندول
د ژوند د دې تماشې دا ښکلا به څوک وژني؟
د دې ښکلا وژل اسان نۀ دي اسان نۀ دي!
دغه د نوي نوي سوات، نوي پېدا وارثان
چې ئې په وينو وينو، شونډو کښې ګلونه خاندي
دغه د حُسن او د مينې د نازونو بچي
چې ئې په سترګو کښې چينې او چنارونه خاندي
د ژوند د دې تماشې دا ځلا به څوک وژني؟
د دې ځلا وژل اسان نۀ دي اسان نۀ دي!
زرګونه کاله پس زمونږ د زندګۍ د کتاب
دوي راته پاڼه په وړو ګوتو راواړوله
د پروني تاريخ سبق ئې د نن شونډو ته کۀ
د سبانۍ خاموشۍ ژبه ئې ګويانه کړله
د ژوند د دې تماشې دا دعا به څوک وژني؟
د دې دعا وژل اسان نۀ دي اسان نۀ دي!
دا په خېمو کښې او په لارو کښې پېدا ماشومان
د ټولو سترګې دي هوښيارې او بېدارې سترګې
دير پکښې هم ليدے شي، سوات او بونېر هم ښکاري
ګلاب ګلاب شونډې نرګس هسې بيمارې سترګې
د ژوند د دې تماشې دا خطا به څوک وژني؟
د دې خطا وژل اسان نۀ دي اسان نۀ دي!
دا بچي څوک دي، دا د ټولو پښتنو بچي دي
دا د ښاغلو پښتنو د مېلمنو بچي دي
دا د تاريخ د جوړونکو مېړنو بچي دي
دا د فطري امن د مياندو لېونو بچي دي
د ژوند د دې تماشې دا رڼا به څوک وژني
د دې رڼا وژل اسان نۀ دي اسان نۀ دي
دوي مو قاتلې سترګې بيا ژوندون ته واړولې
دوي مو اسرې د زندګۍ زېږون ته واړولې
دوي زمونږ مينې د ښائست مضمون ته واړولې
دوي مو سندرې سباني پښتون ته واړولې
د ژوند د دې تماشې دا ګناه به څوک وژني؟
د دې ګناه وژل اسان نۀ دي اسان نۀ دي!
پښتنو دا ماشومان عام ماشومان ونۀ ګڼئ
چې دوي د امن د ژوندون نوے اعلان کړے دی
دا په رېګونو کښې په سُور نمر ټوکېدلي ګلاب
دوي په رښتيا په مونږ د نوي ژوند احسان کړے دی
د ژوند د دې تماشې دا صدا به څوک وژني؟
د دې صدا وژل اسان نۀ دي اسان نۀ دي!
ـ د پښتنو قامی سنګر ـ
بېرته شاته |