(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)
Adab au Hunar / شعر، ادب او هنر
مهـــــــــال
اى د زبــــــرځـــواک خـــــــــاونـــــدانــــــو
اى د نــړۍ وحشــــي ليوانــــــــو
اى دوستانو کـــــــه خبــــــــــــرې مې ترخې دي
قضــــــــــاوت وکړئ پـــــخپلــــه منصفــــــــانــو
افغانان به د ژونـــدون پـــه خوږو پــــــــوه شي
چې شي پاک يــــــې دا وطــــــن لــــــــــه لډرانو
لــــــه هغــــــو سره حساب کتاب بــــــــه کــيږي
چې خرڅ کړى يې دا ملک په بهــــرنيانــــــــــو
اى د ليرې نــــــه راغليــــــــو زورواکانــــــــــــــو
زما خاوره کــــــې اوس مېشتو خارجيانــــــــو
ستاسو ظلـــــم او زياتــى لــه حـــــــــده تېر دى
کلــــــه ختم بــــــه شــــــي زور مــو ظالمانـــــــــو
ما خــــو وژنئ بـــــــې برهـــــــانــه بې دليلـــــــــه
تل مــــې وژنـــــــئ پـــــه گولـو اوپه توپونـــــو
گرځېدلــــــى راتـــــه خپل کور اوس لحد دى
هم مـــــــــې وژنئ پـــــــه بمبارد او په ټانکونو
خــــــــو زمـــــــــونږ درنـــــــــه يوه ده ستره هيله:
فقيــــــــرۍ پــــــــه عاجزۍ درتـــــــه کوم سوال
ستاسو خوا نه مې هر رنگه مرگ قبــــول دى
خــــــو پـــــه سپو باندې مــــــې مه داړه جمال
زمــــا وينــــــــه هـــــــم مباح تـــــــا تـــــــه روا ده
خـــــــو بې پتـــــــه مــــــې جسد نه شي بدحال
چــــــــې مـــــــې وژنئ دا يــــــــوه خبره واورئ
خــــــــداى لپاره د عـــــــــزت مې ساته خيال
يــــــــوه ورځ به له هر څـــه وشي تپوس هم
خيـــــر کــــه خوار او که ضعيف يم دا مهال
بېرته شاته |