(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)
Adab au Hunar / شعر، ادب او هنر
اوس ئې خپله وایه
چا تـه د اوښـکـو د لــېــمو اختــر دی
چـا تـه د ژونـد د پـســرلـو اخـتـــر دی
څـوک لا خـیــرنـې جـامـې تن کې ګرځۍ
د چـا جـــب ډک لا د پـیـسـو اختـر دی
د یـــتــمـــانـو دی شـــلـیــدلــی ګریوان
د مـړو خــلـکــو د مـیــلـو اخــــــتــــر دی
څـوک هدیـرو کې لا خپل مـړې ښـخـۍ
د چــا د وصـل پـلوشـو اخـــــتـــر دی
د چـا خیالـونـه په غربـت کـې ډوب دي
د چـــا دولــت تل پـه راتــلــو اختـر دی
د چـــا بــیــدار ذهـــنـونــه وږې پـــراتـه
د چـــــا سـبـــا هـــم د مــړو اخــتـر دی
ښـایـســتـه نــظــر ړنده آيــنــه کـې ګـورې
وائــې زمـــونـــږه د ورشـو اخـتـــر دی
غـمـونـه ځــان زمــونـږ اولـس کې سـاتـې
د نــورو خـــلـکــو پـه زړګــو اخـتـر دی
قـسـمــت بـه کـله د پـــښتـون وېــښیــږی
زمـــــونـــږ پــه کـلی د پــردو اختــر دی
اخـــتیـار په خپـلـه خـاوره نـه لرو مــونــږ
وایـــو بــیـا هـم د پــښـتـنــو اخـتـر دی
خـدایه پښتــون په یو مرکـز راغونډ کړی
چې بـیا ټول غږ کـړو پر پښتو اختر دی
نـسـیمه سـتـوریـه اوس ئـې خـپـله وایه
دا کـه د غم که خوشـحـالـو اخـتـر دی
دلته ئې اوریدلی شې
youtube.com/watch?v=ADEJ6L6F3zA
بېرته شاته |