(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)
Adab au Hunar / شعر، ادب او هنر
ارواښاد پوهاند رسول امین
پوهه وي کاروان وي سمندر د وخت رخسار باندې
عـقـل لـه جــوهــر وي د یــارانــو پـه هــر ښـار بـانـدې
نـــور وي ته د پوهې، ځـلـنـد لـمـر بـه ځـلـیـدی راته
درد لـره درمـان وي د ذهـنـونـو پـه هـر چـار بـانـدې
ژوند دې د مظلوم اولـس پـه غـم کـې سـرګـردانه ؤ
زړنو له ټـکـور وي وچــو شـونـدو تـه هـر وار بـانـدې
سـوچ دي معتبر ؤ د قـلـــم د ســاه پــه غیـږه کــې
ژونـد د انـقـلاب وي د ګـریـوان پـه هـر یـو تــار باندې
ژوند لره پـيغـام وي هــم رڼــا د ړنــدو سـترګــو وي
میــنه مـحــبـت وي ، وی مـین په هـر یـو یـار بــانـدې
زړه د تــاریـخ پـاڼــه ئــې پــوهـانـد رســول امیـنـه تل
وائــې نسیم ستوری، ئـې ژونـدی په هـر يـو لار باندې
Arwakhad Prof.Rasul Amin
By: Nasim Stori
بېرته شاته |