Adab au Hunar / شعر، ادب او هنر
لویه ګناه
د وطن پېغلې غونډې مې څه سپېرې سپېرې ښکاریږي
لکه پېغلې د وطن مې چې په خاورو کې لوغړیږي
لاس د مات شه په مړوند کې چې و هې په غرو کې لمنځې
که ښېراوې مې لګیږي خداې د ونیسه په ښنځې
دغه ښار دغه کوڅې خو ستا د پلار ستا د نېکه دي
جوماتونه یې قبلی ته تاته چا وې چې کاږه دي
نه کافر یم نه ملحد یم زه سپېڅلی مسلمان یم
بس همدغه مې ګناه ده چې پښتون یمه افغان یم
راشه راشه لېونیه ته په څه باندې خفه یې
چې خپل ښار په توپو ولې دمره ولې په غصه یې