(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)
Adab au Hunar / شعر، ادب او هنر
دوهم واده
که راته وبخښې ټول ستوري د لمروپه شانې
او اوبه راکړې د سپوږمۍ د چینو
جامې مې جوړې د حریر او شبنم
شونډو ته رنګ د مرجان
د سترګو تور مې وي د یو زرو شپو
لاس ته باهو د هالی
شور د ګنګرو د جنتي سندرو
مخ ته رڼا د نور د غره ځېنې
د غاړې هار مې د بوډۍ د ټاله
د غوږ لښتۍ مې مې د پروین او د زهرې د څوکو
که راته وبخښې عدن د غلمانو سره
تندي ته جام د کوثري پیالو
بستر مې جوړ وي د فردوس د اوه رنګه وریښم
تکتک د خوب او د نرمۍ د ښاره
بالښت د ناز او لطافته ځېنې
پالنګ مې وي د سرو یاقوتو خرمن
د خونې چت مې سکندر د ايئنو تصویر
پر دی د وړانګو او څپو کلمې
که راته وبخښې محل د تاج محلو نه جوړ
د فوارو د تن یې سپېنې چېنې د آلماسي ځلونو
ګلان د مېنې طراوت سمبول
د ونو پاڼې زمردې خوبونه
لارې پل لارې یې د سرو او سپینو
چمن،چمن واښه یې ښکلي د جانان د خیاله
هسک،هسک برجونه یې د جنت منارې
آسمان ټټر یې لاجوردي کانونه
زه به دې ټولوباندې څه وکړمه؟
زه به دې ټولته تفسیر څنګه شم؟
ددغه ټولو دبلوغ حسن به څوک وستايي
زما د هستۍ زما د ښایست بها به څوک وټاکي؟
زما خاوند،زما مېړه،زما تفسیر د حسن
بیګاه د بل چا په پالنګ ختلی
وماته نه راګوري
ځکه هغه دوهم واده کړی دی
میرمن پروین ملال،د پښتو د معاصرې شاعرۍيوه پېژندل شوې څېره ده . د پښتنو ښځمنو شاعرانو په کتار کې د هغې شاعري ړ ځانګړي مقام لرونکې ده..
بېرته شاته |