Adab au Hunar / شعر، ادب او هنر
غزل
تا سره مې ښې پر کاڼو تېرې کړی شپې مې هم د شپې پر کاڼو تېرې کړی خود به یم د کاڼي غوندې کلک پښتون ما خو زمانې پر کاڼو تېرې کړی ستا د اوربل سیوري ته چې پرېوتم ورځې مې غرمې پر کاڼو تېرې کړی کرښې مې چې ستا د تندي ولوستې کرښې مې کږې پر کاڼو تېرې کړی دا ډبرین زړګي مې چې پخلا کړل ټول ډېرې مې جرګې پر کاڼو تېرې کړی ***
![](images/back.gif)