(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)
دملنګ جان په شعرونو کې طنزی توکی ـــ ۳ ـــ
۴- هغه مشران او پوهان ملامت بولې چې کرار ناست دي او خپلې دندې يي هیري کړي دي
يو عالم نه شو پيدا قوم د پښتون کې
درد مې بيا مونده د خيال په نندارتون کې
یا
خان، ملک ما ته غم کې د رشوت دی
شيخ صاحب مې راته وايي جوړ قيامت دی
بيا د ځينو حاکمانو به څه وايم
خپه نه يم خير دی زه ترينه رضا يم
یا
مشران چي گونديمار شي نو کشران څه ملامت دي
سپين ږيري چي نا اهل شي ماشومان څه ملامات دي
۵- هغه د ټولنې له بې عدالتي څخه غاو کوي او وايي:
بې بازخواست او بې پرسان به يم تر کومه؟
سر سرتور څيری ګرېوان به يم تر کومه؟
په نارو مې ستونی وچ شو څوک يې نآوري
د کاڼه بادار دهقان به يم تر کومه؟
زما مخ د بل څپېړې به تر څو وي؟
په سلګو او په جان جان به يم تر کومه؟
د وطن خدمت دپاره وزګار نه شوم
خدمتګار د هر يو خان به يم تر کومه؟
په کرلو او رېبلو يې پوهيږم
نالايق د دسترخوان به يم تر کومه؟
څه لرمه چې د خدای په نوم يې ورکړم
چې طبيت د خان صاحب پرې برابر کړم
په زر درېزره جريمه قانع نه دی
مناسب وي چې يو چرګ ورميسر کړم
په سلام او په ځار ځار نه پخلا کيږي
سل ګيز نشته چې له جئبه يې بهر کړم
په شنو لښتو يې تمام کنډوکپر يم
پاکه خدايه زه انسان يم که ډنګر يم
۶- هغه خلکو ته په نصیحت وایي
چې سر ټيټ نه کړې په رشوت باندې
په ساختگی مينه ، محبت باندې
هغه ځوانانوته ته لاره ښيي هغو ته وايي دبدو اوښو توپير کوئ تور او سپین سره بیل وئ ښه ته ښه وایاست او دښو کار ترې واخلی اوبد ته بد ووایاست
هرګز مه وايه هر هر ګل ته رامبېل
چې اصيل وي هله جوړ کړه ترې امېل
خوند او بوی وي د هرې مېوې بېل بېل
په بکياڼی کې خوند نشته دی د هېل
زيړ غوړي خوره چې بدن دې پرې صحت وي
ته پر ځای د زيړ غوړو مه خوره تور تېل
هغه ددي ټولو ربړونو په پایله کې وايي
زمونږ سترګې له غفلته نه غړيږي
نن می بيا زړګۍ نرۍ نرۍ خوږيږي
۷- هغه د نیا ناخبره ولس ته چې تر اوسه لا هم په خرافاتو کی ډوب دی ګوته نیسي او هغه غندي.
خو زموږ ماته باجه دوګړه رباب دی
هغه هم کله موقوف کله ازاد دی
۸- هغه د پښتنو یو بل بد رسم او دود چې ولوردی غندي او وايي
لکه وينځه ټولې لوڼې مو خرڅېږي
بې ولوره خدای لپاره نه ودېږي
ولور وخته لس شل زرو روپو ته
خان صاحب لا خېژولی دی شپېتو ته
که څه وايم راسره د سر خطر دی
بيخودۍ راباندې بيا کړی اثر دی
۸-هغه بی ځایه او غلط غیرت دی غندی او وايي
له موره چې پيدا شو زما سر ته يې کېښوده توره
چې دا کار به کوې ته
دا دا مې راته وويل زما د سترګو توره
وطن به دې ساتې ته
چې بېرته پاتې نه شي په مېدان کې له تربوره
په مخ کې به ورځې ته
ابۍ مې راته وې په بې ننګۍ دې خپه کېږم
ما ننګ ته يې راوړی
دښمن چې راته وګوري د وېرې نه بې هوش شي
بيا ژاړي لکه کونډه
۹- هغه د پښتونو یو بل ربړ چې خپل منځی شخړې دی غندنه کوي او وايي:
يا په کونډه سره نښلو يا په شفع
هر ګز ونه شوه د دې خبرو دفع
یا
د نفاق مکروب مو ووژنې رګو کې
خدايه ته پخپل کرم سره موږ يو کې
په خدمت کړه دا ټول خلک مخلصان خپل
په ټوپک او تمانچه مه ساته ځان خپل
۱۰- په پایله کې هغه وايي
دا متل دی مشهور چې عقل يې کم وي
د هغو خلکو په کور کې مدام غم وي
او دا د ځان فرض ګڼی چی ولس بایدد غفلت له خوبه را ویښ کړي او له ځان سره هوډ کوي او وايي:
د ځان غوښې کړه ويلې قوم ويښ کړه ملنګ جانه
دا ستا غوښې وريتې لکه پتنګ مزه کوي
د ملنګ جان شعر کله کله د هزل تر پولې رسي ځکه پښتون ته ویل:(( چې مړه ته خو هيڅ پښتون نه يي یا کم عقل يي )) یوه ستره ښکنځله ده مګر هغه په دی وییونو ویده پښتون خوځوی او د هغه پام ځان ته رااړوي او غیرت يي راپاروي ځکه ملنگ جان ديوه ساده اوبېوزلي افغان په توگه دا سايکولوژي درک کړي وه . کله چې دملي يووالي اوملي احساس دراپارونې پوښتنه مطرح کيږي . نوموړي په دغه ستر ((پيغور)) چې د طنز جوړولویو اوزار دی تکيه کوي اوخپل پيام دويده احساس دراژوندي کولو له پاره دپښتنوالې په پيغور کې نغاړي .نو شعرونو یې له ډیره درده د هزلیاتو خوا ته ځې ا و وایي
هغه څوک چې بې غيرت حرامزاده وي
ټيټې سترګې به د بل لور ته ولاړ وي
اولاده به يې پس له مرګه شرمنده وي
د وګړو د پېغور ځنې به ژاړي
چې له علم نه په څنګ وي انسان نه دی
زه يې حيوان ګڼم که څه هم حيوان نه دی
اخځونه
Malangjan.com-1
Wranga.com-2
Malgareeswabiwal.com-3
Sporghay.com-4
Nangyal.net-5
Narenj-gul.com-6
Lar awbar.com-7
-
بېرته شاته |