(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)
Adab au Hunar / شعر، ادب او هنر
د د ې سند پرغاړ ه
بيا سندره يي جانانه ، بيا يو شور يې په سينوکي
را سره دي خاطرې دي،په دې تورو توروشپوکي
ددې سِندپرغاړه ځکه ،دسپوږمۍ رڼاته ناست يم
ستا تصو ير ر او ړي له ليري، په ر ڼو رڼوڅپوکي
بې له تا را ته ها ښکلي کوڅې دغسي ښکار يږ ي
لکه ګرځم چي ټول عُمر دسره اور په سرو شېلوکي
که مي دنګي ماڼۍ نشته،ددې لمرپرسپينه مځکه
تا به ګر ځوم جا نا نه ، تل د ستر ګو په لېمو کي
داسي نه چي په تياروکي ،د و يد و په نوم يا د يږ و
ا و ښکي ا چو و په ګډ ه ، تر سها ر ه په ډ يو وکي
ددې شپوپه رنجوتوري،مادڅارسترګي کړې ځکه
چي ته ستوری غوندي اوسې،داسمان په کناروکي
ستا د شونډو په تکل يې،ملتيارکړي پرسر پورته
خو هغسي نشه نشته ، په دې سر و ډکو پيا لوکي
ملتيار جنوبي پښتونخوا
[email protected]
Ph 0092 33333 1 5354
بېرته شاته |