(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)
Adab au Hunar / شعر، ادب او هنر
ملي شاعراروا ښاد غمخورصيب ته
غمخوره ولاړي د وطن غمونه چاته پريږدي
د بيوزلانو دزړګې دردونه چاته پريږدې
تا په شعرونو کي د خپل وطن يادونه کول
تا د مظلوم ولس د اوښکو فريا دو نه کول
دا غم لړلي افغاني سو چو نه چا ته پريږدي
غمخوره ولاړي د وطن غمونه چاته پريږدي
ته د بلبل غوندي ګويان وي هر سهار غمخوره
هره لحظه وي هر افغان ته په چيغارغمخوره
ولي خاموش يي؟ وطني فکرونه چا ته پريږدي
غمخوره ولاړي د وطن غمونه چا ته پريږدي
ملي شاعره ستا شعرونو افغا نا ن پا څو ل
دا ستا په چغو تا د لويو غرو زمريا ن پاڅول
دا خپري شوي زمزمي شعرونه چا ته پريږدي
غمخوره ولاړي د وطن غمونه چا ته پريږدي
اي د غريبو يتيما نو ثنا خوان شا عر ه
تا ته وو ګران ددي هيواد دا هر افغان شا عره
دا کونډي رنډي خويندي ميندي ورونه چاته پريږدي
غمخوره ولاړي د وطن غمو نه چا ته پريږدي
د ځنکدن هره لمحه کي دې وطن يا د ا وه
تا په وړو وړو سلګو کي خپل ميهن يا دا وه
د ار مانونو ځني ډک خيا لونه چا ته پريږدي
غمخوره ولاړد وطن غمونه چا ته پريږدي
بيما ر دي پريښوده يواځي د شعرو نو سره
ځا نته جنګيږي د ظا لمو د ظلمو نو سر ه
د شا عرانو ملګر تيا دودو نه چا ته پريږدي
غمخوره ولاړي د وطن غمو نه چا ته پريږدي
کاظم بيمار ننګرهاري دکابل پوهنتون استاد
بېرته شاته |