(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)
Adab au Hunar / شعر، ادب او هنر
دوړې مه راولئ كلي ته
رنګ په رنګه رنګ د ښكلا په ښكلولو شو
كله چې د رنګ خاوند د رنګ په پنځولو شو
مينې د ښكلا پر لمن ښكلي ګلان وكرل
هاغه انځورګر چې د انځور په انځورلو شو
خوږ د هر بدن ګڼه د مينې د سيالۍ كيسه
داسې هم هركله د هر تن په ځورولو شو
سترګې خداى راكړي چې پرانسي هرڅه وګورو
خوار ملا دې خوار شي چې په سترګو پټولو شو
خيال او ګمان دواړه د احساس په لياره يون لري
مينې نه ځارېږه چې د سر په ځارولو شو
څوك چې نه حيا لري، نه ښه كاندي، نه مينه كا
هر كله هر څوك د داسې كس په سپكولو شو
ډېر ښاغلي راغلل غوټي واچولې لاړلل
ښه راغلاست! هغه ته چې په غوټو پرانېستلو شو
هرڅه د رڼا په لور وزرې د پرواز غواړي
يو د غم ګونګټ دى چې تيارو ته په ورتللو شو
ما د نېكمرغۍ په هيله ځان ستړى كاوه مګر
زړه مې په وړيا كې د يو ښه ژوند په غوښتلو شو
راغى د هر غم دپاسه غم خو د سيالۍ په دود
كله چې د ژوند مهال د غم په ځنګولو شو
نه تر سترګو كېږي پاى د غم لا ترمرګي پورې
هر كله هر ګام د ژوند د غم په اوږدولو شو
مه وايه رښتيا چې د طالب ملا په نوم باندې
هر پښتون سپېڅلى و زندان ته په بېولو شو
اوښكه د خوښۍ ده چې له سترګو مې هېڅ نه څاڅي
نور د غم هرڅه دي چې پرمخ په ورولو شومه
دوړې د جنون د سارا مه راوړئ نور كلي ته
عقل چې په مينه د مجنون په پوهولو شو
ډېر درزيان لګيا دي په درزونو اچولو كې
ښه درځي هغه چې د درزونو په ګنډلو شو
كله چې شيطان زوى د شيطان پر كلي ورغى
هر يو د ادم بچى له كوره په وتلو شو
چا چې د انصاف او عدالت چيغې وهلې وې
هاغه خو په خپله د انصاف په نه منلو شو
چا چې په كابل كې د اسلام د خلافت ويل
هاغه خو په خپله د كابل په ړنګولو شو
يو د ښكليو مينه ده، بل غم د هېواد ځكه نو
هر چېرته "څاپى" په دې ګناهو د نيولو شو. بېرته شاته |