(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)
Adab au Hunar / شعر، ادب او هنر
غزل
داسې به یو مخه هم نه ځو د اشعار لوری تا
باېد چې اوګرزوو زیات فکر د کار لوری تا
یو څوک باېد چې د وخشی مختسب لاس تاوه کړی
یو څوک باېد چې کیږدی پاې ټکې د دار لوری تا
دانشمندی نه ده چې هر یو کس وبل ته ګوری
ښاي چې زه او تهء هم ور شو د ښامار لوری تا
میندې هم نه ورکوي پۍ څو ماشوم او نه ژاړی
څوک خو دې برندې سترګې یوسي د واقدار لوري ته
مونږه یو دغه بدمرغۍ طاهرا تل زپلی
چې داروغه د ښار مو اوسی د بادار لوری تا
۲۴/۰۱/۲۰۱۰
بېرته شاته |