(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)
Adab au Hunar / شعر، ادب او هنر
ازمـیـښــت
چـــې د وطــن پـــه مـینه مست شي میخانې پریږدي
د ميـنـې لـوز مات کړي نــورې یــارانې پــریــږدي
هــغـه د سـپـنې خــولـې قلنګ ته زیاتې نه کیني نور
خــوري په پــښتو بـانـدې قـسـم دا بـهـانـې پـریـږدي
د پـښـتـونـخـوا د ازداۍ نــشـه چــې ســر کـې لــری
پــه دغــه لار کــې د ټــول عــمر خــزانـې پـریږدي
د سـاقــي سـت تــه نــه ودریــږي مـیـخــانه کې هغه
د خــوم پــه غـــاړه ډکــې ډکــې پــیـــمـانې پریږدي
چـــې د مــودو مـــودو کـاږه وربــل شــمـال وهـلـی
نه حـصـاریــږي جــیــلـخـانـو کې زولــنې پـریږدي
لـکـه مــجـنـون غـونـدې لـیلـی پسې صحرا ته وځي
دې لیونتوب کې به خو د خـپلې خیلخانې پــریــږدي
پـه غــور غــور ســره اوري د ژونــد نـوې کــیـسې
ســـیـال سره ســیـال خو هغه تـېرې افسانې پریږدي
خــو لګــۍ به وګــټـي هغه د قـربـانـۍ ازمـیښت کې
یــاره چــې مــیــنـه کـې زوړ دود د زمـانې پریږدي
بېرته شاته |