(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)
Adab au Hunar / شعر، ادب او هنر
پښتنه د خپل شهید محبوب پر قبر
نن دی بیا قبر ته راغلمه ځلمیه
چی تازه د شهادت دی نوی کال کړم
قربانی د نوم او ننګ وې توریالیه
ستاپدې ځان جارولو باندی خیال کړم
په رښتیا د امتحان لوی بریالیه
تازه خلاص د اسارت له درانه جال کړم
جګه غاړه ګرزم فخر پدی حال کړم
ستا جنډه به بیا تیاره له سره شال کړم
پر تندی می ستا د سر ووینو خال ایښئ
یوار لږ څه سر تر ګوره را اوچت کړه
پېغلتوب او ټول هوس دئ ما پری ایښئ
په تا ویاړم چی شهید دی ځان پر پت کړه
د تلتک تر مرګ بهتر ګڼم دا پیښی
چی ځوانی دی قربانی د خپل ملت کړه
پر مزار به دی زه پاش د تندی خال کړم
ستا جنډه به بیا تیاره له سره شال کړم
ما جانان بللې ته ددی لپاره
چی په سرو وینو دی رنګ ښکلی بدن کړې
مابه شونډی درپه خوله کړې ګرانه یاره
چی تل غوښی په غاښ پرې د خپل دښمن کړې
پسته غېږ کی به می ټینګ کړلې دلداره
چی په کلک عزم ځان جار تر خپل وطن کړې
په رښتیا چی وې پښتون زه دا مثال کړم
ستا جنډه به بیا تیاره له سره شال کړم
زه به ولې پر تا ویر کړم ننګیالیه
چی په سرو وینو دی لیک درس د عبرت دئ
نه یې مړ ته تر ابده یې ژوندیه
هم ګټلی دی خدمت د شهادت دئ
نوم دی پاته پر نړۍ دئ مېړنیه
دغه فعل دی لوی نښان دلوړ همت دئ
پښتنه یم پښتونواله به اعمال کړم
ستا جنډه به بیا تیاره له سره شال کړم
استاد خواخوږی
بېرته شاته |