(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)
Adab au Hunar / شعر، ادب او هنر
اشـنا سـتـرګـې
څـومـره پـه وېـره او پــه غــلا دې ووې
خو ډېـره ښه شـوه چې رښـتـیـا دې ووې
مــا بـه د ځــان ســره اشـنـا کــړې اشـنـا
کـه اشــنـا ســـتـرګـو تـه اشــنـا دې ووې
زه تـیـرېـنه هــېر یـم دا کـیـدی کـلـه شي
قـــاصـده خـــدائـیـګـــو نــاروا دې ووې
د بــام پـه ســره د لــېـونـــتـوب ســنـدره
بــیـا بـه ټــپـه شـي خـو کـه بـیا دې ووې
زمــا پــه وړانـــدې د رقــیــب خـــــبـره
څـه پـــه اســــانــه پـــه خـــنـدا دې ووې
وخـــتـه وخـــتـونــه بــه ټـــول یــادووي
که پښـتونـخـوا ته پښـتونـخـوا دې ووې
هــاغـه نــامه ســـتا د لایـــق خــونــه وه
چې خـپلې مــور ته به « ژړا » دې ووې
بېرته شاته |