(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)
Adab au Hunar / شعر، ادب او هنر
شئ یو موټی یو اواز
پښتنو جګ شئ خپل بچو ته*** ښکلی ژوند لکه مهتاب جوړ کړکئ
ســــــــره یو شئ نن مو ورځ ده *** په دښــمن یـــــــــــــو انقلاب جوړ کئ
سل کاله مخکی ئی سره بیل کړه ښه پوهیږو
نن مو وژنی لـــــــــــــــــــر او بر کی نور ورکیږو
وطن لکه ناموس ګټنه غواړی *** یرغل ګر ته ځان عقاب جوړ کئ
ســــــــره یو شئ نن مو ورځ ده *** په دښــمن یـــــــو انقلاب جوړ کئ
شئ یو موټی یو اواز،که ازادی غواړئ
کړئ اور د نفاق مړ،که خوشالي غواړئ
چی عبرت شی ټوی جهان ته*** د تاریخ نوی کتاب جوړ کئ
سـره یو شئ نن مو ورځ ده *** په دښـمن یـو انقلاب جوړ کئ
وژل کیږی خویندی ورورنه، په هلمند او کندهار کی
بمـــــــــــــــباریږی مو کورونه، په کونړ او ننګرهار کی
د ملالئ ټپه کړئ پورته*** دغلیم ځیګر نه یو خون اب جوړ کئ
ســـــره یو شئ نن مو ورځ ده *** په دښــمن یـــو انقلاب جوړ کئ
د دواړو خواوونه مو ولی په توپونو،هم هوا نه په موډرنو راکټونو
په توره شپه حـــــــــــــملی کړی په کورونو،کړی بی پتی د ناموسونو
د فرعون بچی دی وائی باوری***ددوئ له وینو نیل غوندی دریاب جوړکئ
ســــــــره یو شئ نن مو ورځ ده *** په دښــــــــــــــــــمن یـــــــــــــو انقلاب جوړ کئ
ګل عزیز باوری
دمونسټر ښار / المان
د ارواښاد ستوري روح ته ډالئ
لـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــکه ستـــــــــــــــوری چی مین وی
تاویـــــــــــــږی له سپوږمئ نه شاوخــــــــــــــــوا بـاندی
کــــــبـــیـــــــر ســـــتــوری پــښــــــــــــــــتــنـــو کـــــــــــــی
ګرځیدو له ډیری مینی پښتونخوا بــــانـــــــــــــــدی
د يـــــــــــــــــووالی غږ ئی کړلو پښتنو بـــــــــــــــاندی
د لـــــــــــــــــر او بـــــــــــــــــر په شاځلــــــــــــــمو باندی
زمـونږ هـــــویــــت ئی پیـــــــــژندلو په جهان باندی
کړیــــــــــــــــــــدلو په دردمندو بی نوا بــــــــــــــاندی
باچاخـــــــــــــان،اجـــــمل، کبیر ستوری د افــغان ؤ
پاتی ئی ارمانونه لاړل له دنیا نه نیمه خوا باندی
ستــــــــوریـــــــــه! تل ځلیږه په اسمان د پښتنو کی
باوری شعرونه لیکی ستا په درد او په نوا باندی
ګل عزیز باوری
دمونسټر ښار / المان
بېرته شاته |