(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)
Adab au Hunar / شعر، ادب او هنر
څو شعرونه
دا وطن په رمو اوخیمو د کوچیانو ښایسته دی
راځی ګلستان پښتونستان ته لاړشو
ښایسته پیښور کابل جانان ته لاړشو
دجګوغروکونړ نورستان ته لاړشو
پکتیا خوست لوګر جان تـــه لاړشو
افغانستان ښایسته وطن دعـزت منو پښتنو دی
افغانیستان کور دغیرتی خړو زمرو پښتنو دی
باجوړ صوات چترال بدخشان وګورو
لنډی کوتل اټک مینګوره مردان وګورو
ټل پاړی چنار تیرا وزیرستان وګورو
جلوزی کوهاټ چمن کوټه بولان وګورو
په دی وطن قربان شوی شهید خان صمد خان د
دا وطن هر ارمان د اجمل خان او غـفار خان دی
بادغیس کندوز بغلان تـــه به ځو
مزارشریف میمنه سمـنګان ته بـه ځو
نـنګرهار کاپيسا لغمان ته بـه ځو
غزنی بامیان وردګ پروان ته بـه ځو
دا وطن دغیرتی باتور ببرک خان ځدراڼ دی
ساتلی ایوب خان عجب خان او اکبر خان دی
سرپل هرات غور شبرغان ته ورشو
خیالی زابل نیمروز اورزګان تـه ورشو
زيارت د شآ بابا احمد خان ته ورشو
پکـتیکا فراه هیلمند کندهارجان ته ورشو
واوری هرخوا د دی وطن د پښتنو د پلار دی
د یوی مور بچيان دی کوچيان د پښتنو ټبردی
دلته ولیان تیر شوی تاریخ یی وګورو
د غنی خان او ملنګ جان تراڼی وګورو
تګ راتګ د کوچانو خمی یی وګورو
ذبیح الله د جګـو غرو پسرلی یی وګورو
دا پښتونستان د ډیرو ښایسته ګلانو ګلستان دی
ښکولی افغانستان د تکړه باتورانو ګلستان دی
***
د پښتنو پښتو نستانه
سر او ځــــان د پښتنو يې جان او جــــــانان پښتو نستانه
باغ او باغبان د پښتنو يې ښاېسته ر يګستان پښتو نستانه
هر ډاګ به دې ګلــــــزارکـــــــړو د جګــــــــوغرو وطنـــــــــــــه
ته ګلستان د پښتنو یې دوۍ ستا بلبلان پښتو نستانه
دغــــــــــرو او رغـــــــو ساتونکې د دۍ دا زړه ور پښتانه
نوم او نشان دپښتنو یې غیرتې قهرمان پښتو نستانه
هېڅ کله بــه دې هېـر نکـړو ګلې ګلـــــــــزار وطنــــــــــــــــه
خیال او ارمان د پښتنو یې اتل روښان پښتو نستانه
ستا د بيلتون زندان کې ياغي باغي شول پښتانـــــــــه
هر درمان د پښتنو يې دوۍ ستا مجنو نان پښتو نستانه
خدايه ورکـــــه کړۍ هــره تياره د پـښـتنـو له وطنــــــــــــــــه
ګل او ګـلدان د پښتنـو يې په دې جهان پښتو نستانه
بېـرته به د بیا ښکلی جــوړ کـړو لوی افغانستانــــــــــــــه
جـنت نـشان د پښتنو يې جاراو قـربان پښتو نستانه
لویه خدايه په دعا د ذبيح الله بیا سره یوځای کړئ پښتانـــــه
عـزت او وجدان د پـښـتنـو يې ګران پښتو نستانه
***
سولی ولی نه راځی ؟
ژوند لکه د پخو ګل په هوا شو ته رانغلی
هر څه مو لاړ چور او تالا شـو ته رانغلی
دومره بدرنګ هم نیو کله تا نه چی هـیریو
مونږه او خوښی سره جـودا شو ته رانغلی
هر خیال او ارمان مولاړ بندیـوان دغم شو
زړونه تش له خوښی اوخندا شو ته رانغلی
سآ اخلو له نا چاری څخه پراته لکه لا شیو
زمونږه ژوند دهر چا د خندا شو ته رانغلی
تیاره ده له هر خوانـه ماتم ده لاره ده ورکه
په مونږه میلمه غمونه د دنیا شو تـه رانغلی
له کوفارو ګـیله نکړو ملګری د شیطان دی
خوراک د دوی دهر بم اوغلا شو ته رانغلی
د شیخانو او مولایانو د پیتوو اوغرغرو ښکارشو
مونږ دهر ظلم په ویر او ژړا شو ته رانغلی
خدای دی د لوی قیامت ښکار کړه نـاځوانی
مونږه په هر مرض مو بتلا شو تـــه رانغلی
زه ذبیح الله بــــه د وکړم هر شیکایت الله ته
ورکه شی خوراک دهری بلا شوته رانغلی
زما وړی لیلا ګوناده تــــــوری سترګی سره لاسونه مو سافریکی
ما طالیب جان ته هم نارواده اسکه غاړه جیګه شمله موسافریکی
زما د رنګین اشنا خوښ دی ګلونـــــــــه رنګ په رنګ کی
زما هم قسم ده هروخت به ورته راځمه رنګ په رنګ کی
بېرته شاته |