(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)
Adab au Hunar / شعر، ادب او هنر
شړلې مسکا
وطن مې
لکه د وینو غوټۍ
لکه د اوښکو څپه
لکه له شونډو پر شا شوې مسکا
لکه له زړه نه راوتلې سلګۍ
د ویر پر پاڼه باندې ورژېده
وطن مې ،
لکه زړه سندره
لکه د کلي چنا ر
لکه سرکښه مجنون
لکه عیسی غوندې د مینې مفهوم
لکه بودا غوندې ترتله مضمون
پر هره کاڼه ، کاڼه
د یاد پر پاڼه ، پاڼه
ولیکل شو
وطن مې ،
د یاد ریښه ، ریښه کې
د جفاګانو تصویر
د سین پر هره څپه
د ماتېدلو بهیر
د زړه پر هره شېبه
د اسوېلیو تقدیر
دا د ځنګله سترګو کې
یو انځور شوی اسیر
دا د قرآن پر پاڼو
د دوزخونو تعبیر
وطن مې ،
د سرو او شنو غمبسو
راښورېدلې ځاله
دا د چړو پر څوکو
یوه لیکل شوې کیسه
دا د شېبو پر بهیر
یوه توکړې لاړه
زما د ګدر شونډوکې ،
مینه مړه ده
منګی کې نشته ، د خیالونو نړۍ
چمن کې نشته ، د سندرو ویاله
کټوکې ویر خوټیږي
او غم ، د یاد فصل ته دام خوروي.
دا زما د کلي د بزګر لاسونه چا تړلي ؟
پر دې ویالې کومه داړه راغلې ؟
چې په لښتیوکې مسکا نه خوځي
او په پټیو کې ،
د مینې پر ځای
فصل اغزي زېږوي !
زمانه ولې داسې شنډه ښکاري ؟
مینې کې ولې اعتماد مړ شوی ؟
هنداره ولې تصویرنه شي ښودی ؟
سبا کې ولې رڼا نه بهیږي
آسمانه ړوند یې ،
ولې نه نړېږې ؟ !
لارویه ،
لاره درنه ورکه نه شي
بیا پر پردیو لارو پل کښې نږدې
نوې لار پرانیزه ،
یو نوی فصل
نوي نیالګي ته اعتبار ورکړه
بیا د غوټۍ شونډو ته مینه ، مینه
بڼ ته ،
پرتم د اقتدار ورکړه !
When the Sun reads the Verses of God
Hanif Baktash Kabul 2009
بېرته شاته |