(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)
په رسمي اسنادو کې د (سرحد) پر ځاى (پښتونخوا) وليکل شي.
[27.Jan.2009 - 11:04] نوره واړه پښتونخوا په ځای پـرته ده
دا یو زه دی زمانی پکی منصور کړم
خوشال خان بابا
د ډيلي تخت هېرومه چي رايـــــاد کړم
زما د ښکلي پښتونخوا د غــرو ســرونه
احمد شاه بابا
پېښور27.01.2009: د صوبائی حکومت په يوې خپرې شوې اعلاميه کې له ټولو دولتي ارګانونو څخه غوښتنه کړې، چې له دې وروسته دې په رسمي اسنادو کې د (سرحد) پر ځاى (پښتونخوا) وليکل شي او په دې ډول د (صوبه سرحد) نوم په رسمي توګه پر (پښتونخوا) بدل شو.
دا د عوامي نيشنل ګوند ANPد انتخاباتي مبارزې د تګلارې لومړۍ خبره وه، چې که مونږ واک ته ورسيدو نو د( سرحد) نوم به پر (پښتونخوا) واړوه او د پاکستان د خلکو ګوند سره يې په حکومتي واک يې د ګډون لپاره د (سرحد) نوم پر (پښتونخوا) د اړولو شرط ايښى و، چې د خلکو د ګوند له خوا ولسمشر اصف زرداري او صدراعظم سيد يوسف ګيلاني ورسره منلې وه او په پاى کې دغه ژمنه يې پوره کړ.
د پښتنو ټولنیز ولسولیز ګوندPSDP ټول پښتون قام ته، د پښتنو ټولو پیاوړو مشرانو او د پښتونخوا مئنانو ته ددی ستری او تاریخی پریکړی مبارکی وائی. دا پریکړه د لر او بر پښتنو د قامی وحدت په لور یو نیکمرغه ګام بولی او پدی سره د پښتنو د ټولنیز ولسولیز ګوند مرام او هدف یوه برخه تر سره شوه
د پښتونخوا نوم دی ټولوته مبارک وی
په درناوی
- د پښتونخوا خبریال
بېرته شاته |