(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)
Adab au Hunar / شعر، ادب او هنر
هلک او جنۍ
شخړه وه په عصریت د هلک او انجلۍ
هلک ول که ته روټ يي زه یم روغانۍ
که ته په سینګار شپه او ورځ تیروې
زه هم ټوله ورځ تیروم په همدې دیدنۍ
جنۍ ول زه برېتونه شکوم کوم وروځي
څيري ټنګ پتلون ا غوندم بې ملاستنۍ
له ورېښمین کمیسه مي مالومیږي اناتومي
خلکو ته ښيمه خپل د موړوتر منځ تنګۍ
هلک ول زما هم ټوله ورځ ده همد ا لانجه
په نوسۍ شکوم ږیره اود وروځو کمانۍ
اغوندم پتلون شوړیدلی او تنګ خښتګه
چې ټیټ سم خلک ویني زما توره کوزنۍ
جنۍ ول زما پښې تل لوڅې وي تر ورنو
تل سینګار ګرځم لکه دشورا ناوکۍ
رنګارنګ چومونه کومه په خپلو زلفو
چې ځوانانو ته ورنشي زما په لیدو ارږمۍ
هلک ول زه ځړومه په ژبه غوږاو پزه کړۍ
خپلو وېښتانو ته تل لکه مارته وهم شپیلۍ
په مخ میک اپ تپم چي شمه بڼیالۍ
په سوریو پتلونو ورکوم شینې روپۍ
جنۍ ول ولي پرې ایښي تا کارونه د نرانو
ولي دانجنو د کړو یې رنګه کاپۍ
آیا ته هم غواړې له نرانوسره جلکۍ
که نر یې پرېږده دا ښځینه بیزوانۍ
هلک ول زه ستا سره کومه سیالۍ
که ته طاووس شې زه به شمه تورانۍ
که ته شړی شي زه به شمه ګوزړۍ
زه هم غواړم لکه تا لوېدیځه آزادۍ
جنۍ ول دلته جونې دي لکه ایره نۍ
ځوانان ځان نه تړي د واده په سوتلۍ
دلته تود دی بازار د بدو او کچنۍ
ځکه مو ږ نه لرو د واده کولو اسونۍ
هلک ول غواړم اوسم لکه سپوږمۍ
غواړم ښکلی وښکارم تل تر بجلۍ
غواړم په نازونخروکی شمه ګلالۍ
چي د ځوانانو را پسې وی تل ډلګۍ
مه کوه هکله د خدای لپاره دا زنجونۍ
ته لاس واخله ځوانه ددې جنوتاړۍ
په ناحکه دجنو سره مه کوه سیالۍ
ته میړه شه زه به ستا شم ستا شهۍ
هلک ول یوباباراته ول له همدردۍ
ولي دی پتلون تنګ دی او شوړېدلۍ؟
زه به درکړم د زکات یو څو ایکۍ
ځان ته رانیسه سمه سنګینه دریشۍ
ما ورته ول : نیکه دا موډ دی د نړۍ
دا کارونه دی د شتمنو او خانۍ
زڼي باید واغوندي پتلون رښکۍ رښکۍ
کمر بند باید د مخکی وځړوي لکه لکۍ
زاړه ول توبه خدایه څه زمانه ده د دله ګۍ
دڅه او څه په ښکار ه کولو ده سیالۍ
خپله خپل ځان ته وهو سپکي نانډرۍ
دا ټوله ښيي زموږ د مشرانو ناغېړۍ
پخوا د ځوانانو په زده کړه وه خوارۍ
شخ برېتونه نښه وه دمړاني او بهادرۍ
پرتګونه به ځوانانو تړلی وه په سوتلۍ
پسول او زیور ساټ او باټ وه د جنۍ
جنۍول دواړه پساو شوی یو د غلتۍ
خپله کلتور او ژبه مو هیره کړې مورنۍ
نه منو ورم اوراشه د خپلو ګرانو کورنۍ
دشپی کارونه کو په خپله خوښه غرمنۍ
مه کوه وروځي او برېتونه ،مه اچوه کړۍ
له ځانه مه جوړوه هکله پاخه خوبانۍ
پام ښکار نه شې دلته د همجنس بازۍ
ښه ځان پوه کړه چې نشې ساده بیدیانۍ
هلک ول په ما ملامته ده زما کورنۍ
هغوی لامل دی ددې ټوله نختۍ
که هغوی وهلی یا تړلی وای په رسۍ
چا به نه لیدل زما دا ټوله رادیو ګرافۍ
که مورمي پر سر اچولی وای پوړنۍ
ولي به کېدمه د خلکو مړ خندۍ؟
په هر بدوکړو خندل زما پلار او مورکۍ
ما چې ول د شیان دی زموږ ددود چونۍ
که ته لکه پښتون وتړې لونګۍ
زه به هم په سر کړم پوړنۍ لکه اڼۍ
یا وا غوندې سم کالي ترخیځي
زه به هم واغوندم لوی کالي جلتۍ
هلک ول کاشکی ورستی پوهه وای ړومبۍ
نوولي به مو په خپل کلتور وهه ډرۍ
که مې پلارته راغلې وای زما لپاره مرکه
په پلار به لوی شي وای دتل لپاره سدرۍ
چونۍ( زړه ته نژدي او خوښ)؛ خوبانۍ( زردالو)؛ جلتۍ( ارت وپیرت کالی)؛ ملاستنۍ( کمربند)؛ ایره نۍ( خاکستر دانی)؛ دیدنۍ( پریښانی)؛ اسونۍ( ډاډ)؛ کوزنۍ( لاندی )؛ جنوتارۍ( لکه ښځه)؛ انۍ ( انا)؛ جلکۍ ( پټه معامله) ، ډرۍ( ملنډی)؛ بڼیالۍ( ښایسته)؛نختۍ( غم اومصیبت)؛ .ناغېړي( نه مسولیت)؛نانډرۍ( سپکی) : مړ خنډۍ( پسخند)
بېرته شاته |