(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)
Adab au Hunar / شعر، ادب او هنر
ما ګل درته نیولی دی د مـــــینی په دستور
ما ګل درته نیولی دی د مـــــینی په دستور
ته ما ته هیڅ نه ګوری لا په سترګه د مزدور
نه زه د تــا مـــریـــی یـمـه نـه تـه ځــمـا بـــادار
بی هیڅه سپکی سپوری وروی د خپل غرور
هوا چی شی په لاس کی د غرور د ظالمانو
بی وزلو ته به هرڅوک وی ولاړ لکه تربور
ځان وژنوبریدونوکړه د پښتون مېنه ویجاړه
نـړئ نـاستـه په سوچ ده پر ټغر لا د تــــــــرور
زرغونه به بیدیا شی ،د ریــدیــــو د ګلونو
وږمی چی راخوري شي د سپرلیو د سرور
ګوګل کی به دننه د زړګی د سرو سکروټو
اورونه بــه ایــري شـي د ګــل وږمــوظــهور
د میني په ورشـــــو کی که سارا ده او که کلی
مین لره ښکاره شی ګل مخونه سپین او سور
درغـنـه د اوګري د طـالـبانـو تشه مــه شه
چی ږیره د ملا می هم فاران ګڼی هم طور
سارا به تکه شنه شی که یو ځلی مجنون مخی
له برید د ځان وژونو نه ځان وژغوری په کور
ساقی زرشه ووایه په څښاک کی دی څه ورکړل
شو ستا په څښاستون کی مبارز څاپی رنځور
«څښاستون = میخانه»
***
شاعر ته
ته خو ګل یودغاټول ئی***زرغون شوی پښتونخواکی
شـــګـــوفـــه دی د ښکلا هم***ده هغه پاکه هـــــــوا کی
نه د چا د پګړئ ګل شوی***نــه وربل هــــم د لـــیـــلاکی
د ناپوه ملیـــــار د لاسه***نـــــــن ئی پروت په اروپا کی
چی ته ګله زړه ته زیر شی**درتـــــه وائـــی پـــــــــه ژړاکی
ته خو ګل د پښتونخوا ئی***ځه ځلیږه پښتونخوا کی
لدی ژونده د پـــــــــردیسه***ښه ده مړیـنـه سـړبـنــــا کی
Poet: Mabari Zapai
مبارز څاپی
بېرته شاته |