(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)
احمدشاه ابدالي جرګه - بنسټیزه (منشور)
إن الله لا يغير مابقوم حتی يغيروا ما بأنفسهم
ملي تاريخ، ملي دودونه، ملي نواميس، عقايد او سمبولونه د ملتونو د جوړښت، ثبات، پرمختګ او پايښت بنسټونه جوړوي. همدا ځانګړنې د ملتونو د ژوند او مرګ ترمنځ بېلوونکې کرښې دي. يو ولس هغه وخت له تباهۍ سره مخامخ کېږي چې د ژوند دا هډانې يې ترې وتروړل شي.
له چنګېز، تيمور، بابر، اورنګ او پرنګ نه رانيولې بيا تر دې دمه دټولو زمانو د وحشي قاتلينو، نړۍ ورانوونکو او نړۍ سوځونکو ګډه ځانګړنه دا وه او ده چې د ملتونو پوهنيز بنيادونه تباه کوي؛ ملي ارشيفونه يې ورانوي؛ ګالرۍ او موزيمونه ويجاړوي؛ پر مقدساتو يې تېرى کوي؛ کتابونه سوځي؛ کلتورونه او تاريخونه له منځه وړي – او مسخ شوي تاريخونه يې پر ځاى شايع کوي. د افغانانو پر وړاندې دا ژوندۍ تجربې دي.
د افغانانو له وياړلي تاريخ سره هم د بېلابېلو زمانو د غليمانو، بلوسګرو او متجاويزينو د چلند مرکزي ټکي او تر هر نور څه وتلې برخه دا وه چې ترې نه خپل مقدسات واخلي او پرځاى يې پرې بدل، مسخ شوى اجنبي کلتور وتپي.
پدې کې هېڅ د شک ځاى نشته چې افغانان يو وياړلى پياوړى ملت او وياړلى تاريخ لري. د افغانانو ټاټوبى د زمانو په بهير کې د نهضتونو او مېړونو د زېږولو زانګو وه. له لوديانو رانيولې، بيا تر سوريانو؛ د پېر روښان له غورځنګه بيا تر خوشحال بابا؛ له ميرويس نيکه بيا تر احمدشاه ابدالي بابا؛ له سيد جمال الدين افغاني بيا تر اماني نهضته، له "اصلاح افاغنه" او په عمل کې د افغانانو د عدم تشدد د فلسفې پلي کوونکي، باچاخان؛ د خان عبدالصمد خان اڅکزي تر انجمن وطن؛ او ويښ زلميانو پورې – ټول هغه مشالونه دي چې افغان ولس ته يې تګلورى ټاکلى او موخې يې ور په ګوته کړې دي. دا هغه لار ده چې پرې باندې تګ کې يې د بشپړ افغان ملت د سولې، سوکالۍ او ښېرازۍ راز پروت دى.
احمدشاه ابدالي جرګه به، پر لوى رب پر توکل او د خپل ننګيالي ملت پر مټو، د خپل کار منځنۍ پانګه دې ته وقفوي ترڅو د پېړيو په بهير کې پر افغانانو د تپل شوي کلتور شيطاني دايره ماته، ريښې يې وچې او د خپلو آرو سنتونو او عقايدو د بيا تاندولو پر لور ګامونه پورته کاندي.
پدې سپېڅلي سفر کې به له خپل ننګيالي ملت سره د خواله او يو موټي کېدو له ليارې:
١ – خپل تاريخ ته مراجعه کوي؛
٢ – د خپل آر کلتور او اصيلو مقدساتو اساسي کرښې او نښې به څېړي؛
٣ – خپل ملي وياړونه او سمبول به پېژني؛
٤ – د خپلې تاريخي خاورې او پولو د بيا-خوندي کولو پر لوري به خوځېږي؛
٥ – د افغان ملت د پېړنيو قاتلانو ګرېوان ته به لاس اچوي؛
٦ – د انساني عدالت محکمې ته به يې راکشوي؛ او
٧ – داسې بنسټونه به اېږدي او هوډ به کوي چې بيا هېڅکله هم کينه-کښ غليم د افغان ملت د قتل او اضمحلال جرئت ونه کړاى شي.
ان شاالله تعلى
يا ربه توفيق!
-
بېرته شاته |