(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)
debat about demonstrations against iran
افغان څيړنيز اومشورتي مرکز دروان کال د ثور د مياشتې په ٢٨مه نيټه په ايران کې د افغانانو د اعدام او دهغه د غبرگون په اړه يو بحث جوړ کړ، د بحث کوربه غلام جيلاني ځواک او په بحث کې ميلمانه دي د راه نجات د ورځپاڼې د امتياز خاوند ښاغلې سيد حسين عالمي بلخي، د ويسا د ورځپاڼې مسئول مدير ښاغلې زبير شفيقي، د سياسي چارو کار پوه ښاغلې وحيد مژده، د حقوقي چارو کار پوه ښاغلى ستار سعادت او ژورنالست او ليکوال ښاغلى ضيا بوميا چې دا دې تاسې ته وړاندي کيږي.
غلام جيلاني ځواک
که په تيرو ديرش کالو کې په ايران کې ميشت د افغان مهاجرينو سره د ايران د حکومت له ناسمې رويي څخه تيرشو،په تيرو لس کالو کې هم د ايران رويه د افغان مهاجرينو سره ډيره ناوړه وه، په افغان مهاجرينو د ښوونځيو بندول د کار اجازه نه ورکول، په بازارونو کې د افغان مهاجرينو نيول او بې لدې چې کورنۍ يي پرخبرې وي په ديره ناوړه توگه له ايران څخه د هغوي ايستل او په سلهاو نور شکايتونه شته چې افغان مهاجرين يي په تيرو لسو کالو کې د ايران له اوسني حکومت څخه لري.
کوم مهاجرين چې په ايران کې اوسيږي که کوم جرم کوي نو د ايران د قوانينو سره سم د سزا سره هم مخ کيږي ، په دې اړه هم د افغان مهاجرينو شکايت دادې چې عموماً په ايراني محاکمو کې د افغا ن مهاجرينو سره عادلانه چلن نه کيږي او په وړو جرمونو د سختو سزاگانو سره مخ کيږي.
دا تورونه سم دي که ناسم او دا چې افغان مهاجرينو سره د ايران دحکومت سلو ک وړ دى که ناوړه، دا بيل بحث دي، ايران چې افغان مهاجرو سره څه کوي دا لس کاله کيږي دا سلوک روان دى، خو دايران دسلوک او په تيره بيا په ايران کې د افغانانو د اعدام په اړه کوم غبرگون چې په تيرو څو اونيو کې د ځينې افغاني رسينو او ځيني افغاني کړيو لخوا ښودل شوې، په تيرو لس کالو کې سابقه نلري، دا رنگ غبرگون اوس ولې؟
سيد حسين عالمي بلخي
بسمه تعالی...
وحيد مژده: ...
ستار سعادت:
د جزاء قانون تطبيق د مكان او اشخاصو له مخې، د اصولو په پام كې نيولو سره، ايران صلاحيت لري، هر هغه څوك چې يې په خاوره كې جرم تر سره كړي، مجازات يې كړي، ځكه : جرم ديوې ټولنې ثبات زيانمنوي، كله چې د يوۀ هېواد په خاوره كې څوك جرم تر سره كوي، د هغه هېواد د نظم د اعادې لپاره مجرم ته سزا وركوي، هېڅوك نشي كولاى هغه هېواد د مجازات كولو څخه منع كړي . البته د دېپلوماسۍ د اصولو له مخې او د ښو اړيكو د روحيې په پام كې نيولو سره كېداى شي يو هېواد د بل هېواد د اتباعو په مجازات كولو كې احتياط وكړي، خو دا د هېوادونو تر منځ يوه اخلاقي مسئله ده او كله د دوه هېوادونو تر منځ د اړيكو د نازكوالي په حالت كې كېداى شي دا احتياط وشي، خو نبايد هېر كړو چې په نړۍ كې، په ټولو سياسي رژيمونو كې د قواو د تفكيك مسئله ده چې يوه قوا نشي كولاى د بلې قوې په كارونو كې مداخله وكړي . لكه څنگه چې څرگنده ده، حكم كول قضائيه قوې پورې اړه لري، قضائيه قوه خپلواكه وي او غير سياسي قوه هم ده . معمولاَ د هېوادونو تر منځ اړيكې د اجرائيه قواو د لارې تنظيمېږي، په داسې حالاتو كې هېوادونه نشي كولاى خپلې قضائيه قوې تر فشار لاندې راولي . په افغانستان كې ولسمشر د محكومينو د بښنې واك لري، هغه هم كله چې حكم قطعيت ومومي، خو په ايران كې بيا حكم د قضائيه قوې او د پرېكړې د قطعيت په صورت كې د بښنې واك د رهبر وي . نو په داسې حالتونو كې اكثر ديپلوماسي كمرنگه وي او په داسې مواردو كې لاسته راوړنه نه لري .
څه موده وړاندې په چين كې د انگلستان دهېواد يو تبعه د مخدره موادو د قاچاق په تور په اعدام محكوم شو، انگلستان ډېره هڅه وكړه چې خپل تبعه آزاد كړي يا يې سزا كمه كړي، خو د چين هېواد ورسره ونه منله او مجازات پرې تطبيق شول .
زمونږ هېواد هم، سره د دې چې د كمزوري حاكميت خاوند دى او د متحده ايالاتو سره ستراتيژيكې اړيكې لري، څو مياشتې مخكې يې يو امريكايي تبعه د يو افغان د وژلو په تور په اعدام محكوم كړ او همدا رنگه يې يوه مياشت مخكې د انگلستان يو تبعه، د ملي امنيت كاركوونكو ته د رشوت وركولو په تور، په دوه كاله بند محكوم كړ، داسې د نورو هېوادونو اتباع هم ډېر دي چې د افغانستان دولت ( قضائيه قوې ) د لوري په ډول، ډول سزا گانو محكوم شوي دي .
هغه څه چې د افغانستان دولت د خپلو اتباعو لپاره كولاى شي، زما په باور يوازې د عادلانه محاكمې غوښتنه ده او يا دا چې د دېپلوماسۍ د لارې د ايران حكومت په مرسته د ايران قضائيه قوې قضايي رافت تر لاسه كړي . يا دا چې كله حكمونه قطعيت حاصلوي، د ايران د رهبر له خوا د خپلو اتباعو د بښنې زمينه مساعده كړي چې زما په باور دا كار آسانه نه دى . ځكه : په ايران كې ډېر افغانان مېشت دي، په هغه صورت كې چې د جرايمو مرتكبين د ايران دولت د لوري وبښل شي، كېداى شي افغانان د معافيت احساس وكړي او د جرايمو په تر سره كولو كې د قانون د تطبيق وېره ترې لاړه شي، د ايران نظام د دې موضوع د حساسيت په درك كولو سره، ښايي داسې ونكړي چې محكومينو ته بشپړه عفو وكړي، خو كه د افغانستان دولت يوازې همدومره هم كولاى وشي چې د شديدې سزا ( اعدام ) د تطبيق مخنيوى وكړي، او په نورو برخو كې هم سزاگانې كمې كړي، خپلو اتباعو لپاره به يې ډېر كار كړى وى او همدا راز د عادلانه محاكمې زمينه مساعده كړي .
زبير شفيقي:
زه د بلخي صاحب او مژده صاحب خبرو سره موافق يم. داسمه ده چې ايران افغان کډوالو سره ډير ناوړه سلوک کوي، ايران په تيرو څو لسيزو کې تل په افغانستان کې لاسوهنه کړې، همدا اوس هم داسې نښې شته چې ايران ترهگرو سره مرسته کوي، او په ايران کې د ميشت افغان کډوالو څخه پرافغانستان د يو سياسي فشار په تو گه کار اخلي، خو دا هم منم کوم مهاجرين چې په ايران کې جرم ترسره کوي،ښکاره داه هلته به محاکمه کيږي البته ستونزه داده چې هيځ تضمين نشته چې دا محاکمې به عادلانه وي . دا د افغانستان د حکومت دنده ده چې د محاکمو جريان څخه ځان با خبره وساتي او د افغانانو حقوق هرچيرته چې وي خوندي کړي.
افغانانو سره ايران چې هرڅه کوي ښه کوي او که بد کوي يواځې دا څو مياشتې ندې چې افغانان په ايران کې اعداميږي او افغانستان ته راليږل کيږي، لږ ترلږه له تيرو لسو کالو څخه دا لړۍ روانه ده، خو کوم غبرگون چې اوس د دې خبرو په وړاندې په کابل کې د ځينو رسينو او ځينو خلکو لخوا روان دى، دلته په خبرو کې په کابل کې د احمدي نژاد خبرو ته اشاره وشوه، رښتيا هم لږ که په ځير وگورو د ايران په وړاندې مخالفتونه هغه وخت ډيرشول چې افغانستان هڅه کوي په افغانستان کې د سيمې د هيوادو ترمنځ چې کومې سيالۍ روانې دې، هغه په همکاريو واړوي، د افغانستان او ايران مشرانو يو بل سره ليدنه دا فضا ايجاد کړي وه چې دواړه هيوادونه سره نور هم نژدې شي، خو يو ځل يو داسې فضا رامنځ ته کيږي چې په افغانستان کې د ايران پرخلاف په خلکو کې کرکه او نفرت زياتوي، زموږ خلک چې بې له هغې هم په افغانستان کې دايران د لاسوهنو او افغان کډوالو سره د ايران د ناوړه سلکو په اړه گيله من دي، لا به يي هم اړيکې د ايران سره خرابې شې، ماته داسي ښکاري چې يو شمير هيوادونه غواړي د افغانستان او ايران مخ په ښه کيدو اړيکې ورانې کړي او دلته د ايران پرضد يوه فضا رامنځ ته کړي.
په يو شمير رسنيو کې خو داسې اوازې هم راغلي چې امريکا غواړي په ايران باندې د بريد لپاره په افغانستان کې مخ کې له مخه فضا او ذهنيت برابروي. ان چې داسي هم ويل کيږي کو هوايي اډه چې په شينډنډ کې جوړيږي او هغه پوځې اډې په کندهار او نورو سيمو کې ايران سره نژدې جوړيږي، يوه مخه يي د ايران څارنه او که اړتيا وه پرايران د بريد لپاره د گټې اخستنې لپاره جوړيږي ځنې خو لا دا وايي چې دمرجې او قندهار په اصل کې پرايران د بريد لپاره يو پوځي تمرين او ايکسرسايز دى.
زموږ هيواد د امريکا او يا غرب او ايران د گټو د سياليو په ډگر بدل شوې، دواړه لورې رسنۍ او ورپورې تړلۍ کړۍ لري، عام ولس فکر کوم د دې جريان مخالف دى.
ضيا بوميا
ددي ترڅنگ چې زه د ټولو دوستانو خبرى تائيدکوم.
که تاسى متوجه ياست دا موضوع ډيره حقيقى جلوه نلرى دا موضوع سياسى جلوه لرى سياسى جلوه پدى مانا چې:
ايران او امريکا غواړى دلته يو مثلث جوړ کړى چې دتقاطع نقطه يې افغانستان دى. که متوجه ياست سږ کال دا موضوعات ډيرراپورته شول ددوه ځايو څخه راپورته شول يو دپارلمان څخه اوبل درسنيو په وسيله.
په پارلمان کې مونږ دوه ډوله وکيلان لرو يو هغه وکيلان دي چې ايران سره خواخوږى لرى او بله ډله يې دامريکا سره خواخوږى لرى او تاسى وليد په ټولنه کې هم ددغو ترشحات را ووتل دبيلگى په ډول دعکسونو سوزل دبيرغونو سوزول او داسى نور مونږ په مطبوعاتو ک کې دوه ډوله رسنى لرو يو يې دايران پلوى کوى اوبل يې د امريکا پلوى رسنى دي چې ټول ترينه اگاه دى.
پدى ورستيو کۍ داديو سريال په څير دي په ايران باندي.
شرق الاوسط پدى وروستيو کې وليکل چې يو مشهوره عربى ورځپاڼه ده چې داسى گزارشات موجود دى چې اسامه بن لادن به په ايران کې وي او دلايل يې هم رواړل چې کله دطالبانو نظام دمنځه لاړ دالقاعده يو تعداد غړو ايران ته پناه يوړه چې وروسته ظاهرا دايران لخوا ونيول شول او خبلو اړوندو هيوادونو ته وسپارل شول چې بعض تر اوسه پکې پاتى دى بله دا چې دپاکستان او ايران ترمنځ همدارنگه دپاکستان او افغانستان تر منځ داسى پټن ځايونه شته چې د تروريستانو دوخت تيرولو لپاره کار ورڅخه اخستل کيږى.
همدارنگه څه وخت دمخه يو امريکاي سياستوال وويل چې که په امريکا حمله کيږى نو دملکى وگړو دخونديتوب فکر دي وشى يعنى حمله کيدونکې ده.
بله موضوع ته چې شفيقى صاحب اشاره وکړه چې دهلمند او قندهار عمليات پر ايران دحملى تريننگ دي دا ټول موضوعات ديو بلى موضوع مکمل کونکى ده او هغه د دي حملى لپاره دابتداي معلوماتو او غبرگونونه گوري د خلکو ذهنيتونه جمتو کوى وروسته بيا حمله کوى..
بله موضوع داده چې همدارنگه دايران دتبعه نيول دايران لخوا چې په بگرام کې ورته تريننک ورکړل شوى ؤ او همدارنگه هغه ته دافغانى پاسپورت او تذکره چمتو کول او همدارنگه په هلمند کې دايرانى جنرال توانيدل چې دجگړى په ډگر کې طالبانو ته مسلا مشوره ورکړى.
بله خبره داکه ددي موضوع حقوقى اړخ ته راشو چى ستار سعادت ورته مخکې اشاره وکړه گورى دويانا په کنوانسيون کې ديو جرم لپاره دري شيان بايد په پام کې ونيول شى.
• جرم
• جرمى متاع(توکى)
• د جرم ځاى
نو دپورته ذکر شوى کنوانسيون په اساس افغانستان مستقيما حق لرى چې دخپل تورن شخص سره ددعوى په جوړيدا کي همکارى وکړى، اوس اصلى موضوع ته راځو او هغه داچى په ايران کې ديو افغان د محاکمى کولو په ترڅ دوه افغانى عناصر شامل دى دنمونى په ډول مجرم هم افغان دى او متاع جرمى هم افغانى ده فقط د جرم ځاى ايران دى نو پداسى حالاتو کې دايرات دولت مکلف دى چې دافغان دولت څخه وپوښتى او دبهرنيو چارو دوزارت دنده ده بغير ددي نه چې وواي چې گواگې زمونږ کارمندان کم دي د قضائيه قوى په همکارۍ دي د دې مجرمينو ددوسيو په حل کې مرسته وکړي.
عبدالستار سعادت
اصلا جرم ديو هيواد يا يو سيمى يا يو ټولنى د نظم اخلالول دى دټولنى نه مسؤليت اخستل دى اوس جرم په ايران کې کيږى سمه ده قتل کيږى يا غلا وغيره هغه که ايرانى دي يا افغان دټولنى نظم يې دمنځه يوړو نو که هغه ايرانى وي يا افغان هغه نيسى او دقانون منگلو ته يې ورسپارى اوس دلته اصل معيار دټولنى دنظم اخلالول دى او ددي اعاده په مجازاتو باندى کيږى.
گورى يو مثال په پام کې نيسو چې اوس يو ايرانى راغى افغانستان ته او مواد مخدر يې قاچاق کړل يا يو بل جرم يې وکړ ايا مونږ حاضر يو چې هغه ايران ته وسپارو يا زما يو گاونډى وژل کيږى نو مونږ حاضر يو چې نوموړى شخص ايران ته وسپارو يا خير اوس زما ټينگار پدى باندى دى چې اوس بايد ټينگار په عادلانه محکمى باندى وشى
سيد حسين عالمي بلخې:...
-
بېرته شاته |