(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)
Adab au Hunar / شعر، ادب او هنر
ذبیح الله شریفی شعرونه تازه شول
کله به بیا راشی په ماګرانه دپغمان شوخه طالیبه
ولی خپه خپه ګرځی له مانه د پغمان شوخه طالیبه
ورک ورک یی بیاپه کومه تورپیکی مین یی وجانانه
ولله ډیر ډیرمی یادیږی په مامینه دپغمان شوخه طالیبه
تا به هروخت ویل هرخیال می یی غرق یم ستاپه مینه
اوس ولی پټ پټ ګرځی ناځوانه دپغمان شوخه طالیبه
نورهم کوڼ اوګونګ شل شی خدای دورک کړه نادانه
یاره یو ځلی خو راشه ارمانجنه دپغمان شوخه طالیبه
وایی په اشوقی کی هم ګلی وی هم جنګو نه وجانانه
ته ولی مرور ګرځی کبرجنه دپغمان شوخه طالیبه
ستا له لاسه د جلوزیو په ګرمی کی وسوځی دمه
قبول دمشه دا ډیر لمونځونه دپغمان شوخه طالیبه
ذبیح الله ورشه ورته وایه ته ډیر بیوفا یی ناځوانه
غټ فراډی یی دروغجنه دپغمان شوخه طالیبه
که په دنیا دیدن نوی اخرت کی به وکړو دیدنونه
کله کله خورالیږه سلامونه دپغمان شوخه طالیبه
په پښتو او پښتنو مین وه اجمل خان خټک
تګ ېې وه څپیړه دبیوسې پښتنوته دباتور هوښیار اجمل
لاره د رڼا وه هره ښیګڼی یی پښتنو ته د خدمتګار اجمل
سترلارښود او ښونکی پښتنوته وه خپلواک شاعر اجمل
غم او درد وه سفر د بیلتون یې پښتنو ته د سرشار اجمل
ډیر یی ارمان وه وطن ته خپــلواکی راوړې مبارزاجمل
هر وخت کی یی هردښمن سره مبارزه کړې مبارزاجمل
ډیرنصیحت او وصیحت یی کړې په شعر کی مین اجمل
هر وخت ېې غوښتنه وه چی ازادی راوړې مبارز اجمل
ډیری د خدمت ناری او نیښانې پاتې شوې دزړه ور اجمل
پښتنو ته یی ډیر د یوالی تراڼی پاتې شوې د زړه ور اجمل
په هر وخت کی یی وچت کړې وه غږ دپښتنودیوالې اجمل
پښتنو ته یی خواګه یادونه افسانی پاتې شوې دزړه وراجمل
په دعا د ذبیح الله خدایه پوره کړې ټول ارمانونه دمین اجمل
پښتنو ته یی پاتی دی د زوریدلی زړګی رازونه د مین اجمل
خدایه د نــنګ نه ډک لارښود راولې پښتنو ته لکه مین اجمل
پښتنو هیر یی نه کړی هروخت کی وکړی ستاینه دمین اجمل
خدایه ابدی ژوند یی په کرار کړې د ارواښاد زوریدلی اجمل
روح یی په هر خوشحالی بار کړی د ارواښاد زوریدلی اجمل
خدایه په مخه یې ښه کړې د پښتنو د ستر شاعـر انقلابې اجمل
سفرد نوی ژوند یی ګلی ګلزارکړې د ارواښاد زوریدلی اجمل
**
د بند په تورو تیرو باندی چا ده هیره کړی خپله مینه نادانه
که داسی کیدلی اجمل به هیره کړی وه مینه دپښتو او پښتنو
دا ښایسته رنګینه افغانستان دی
دا غیرتی لوی افغانستان دی هر وخت کی د نړی لوی قهرمان دی
دا وطن په هر بچی یی ډیر ګران دی داخیالی ګلالی افغانستان دی
د تکړه باتورو توریالیو کوردی دا وطن موهر ارمان هرخیال دی
دا زمونږ عزت او وجدان دی دا د غیرتی خړو زمریو ګستان دی
د تورو رغونو د خړو ډاګونو شنو باغونو د سپینو چینو کور دی
دا د لویو ګړنګونو افغانستان دی دا غرونه غرونه افغانستان دی
دلته ورکیږی مخ به مو تورشی دلته تاسوته ګوزران سخت دی
دا د جګو غرونو ګیروګان دی معلوم یی هرچاته نوم نشان دی
د دنیا له هر غلیم هر ظالم څخه مو په هره پړی کی ګټلی دی
دا دلویو ولیانو قبرستان دی ځکه دلته هر ظالم په لړځان دی
ذبیح الله وایی تاریخ یی وګوری دلته هرغلیم یی تښتولی دی
داوطن په مونږه ډیر ګران دی زی لاړشی دلته موتاوان دی
دهربچی زړه یی په خوګیږی هروخت کی په دردیدلی دی
دا وطن مو ژوند او یمان دی دا وطن مو سر او ځان دی
***
خدایه ته رحم وکړی په پښتنو
خدایه ناهقه ورکیږو له هرخوا څخه
ډیر بی ګنا چیغیږو له هر خوا څخه
جوړ شوی ماتم ده هر خوانه په پښتنو
راروان هر ظلم ده هر خوانه په پښتنو
په ژوند له هرخوا څخه دغم باران ده
خدایه رحم وکړی څخت موګزران ده
یوه خواڅخه درد دغریبی ده تاو شوی
له بلی خوانه بلا د جګړی ده تاو شوی
وطن مو ورانیږی هر رنګه وهل کیږو
بی ګنا له خپل کوره په زور څړل کیږو
د هر ظالم له لاسه تبا کیږو وژل کیږو
خدایه په ناهقه بمباریږو زورول کیږو
چوپه چوپتیا ده جوړ ماتم ده هر خواته
دجګړو له لاسه ظلم اوستم ده هرخواته
لکه بی شپونه رمه د هر چا خوراک شو
منزل دسفر نه ده معلوم ورک ورک شو
ګډه هره غوغا ده ګیروګان دهرعفت شو
قسمت خپه ده خدای خبر چیر ته پټ شو
صوله هم ړنده بی خبره شوه ولی نه راځی
خدایه نه پو هیږو دا ولی ده غلی نه راځی
هی څوک مو چیغی نه اوری دنیا شوله مکاره
غزل شو بی خونده دشاعری دنیا شوله مکاره
خدایه هل کړی هر مشکل هر ناچاری د پښتنو
په دعا د ذبیح الله نصیب کړی هر بری دپښتنو
بېرته شاته |