(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)
حامد کرزي ته د پوهندوی اسماعیل یون پر لیک تبصره
او د یون څخه پوښتنه !
د پوهندوی اسماعیل یون لیک افغان جمهور ریس حامد کرزي ته په داسي وخت کې خپریږي، چې په کابل کې د سولې ملي مشورتي جرګه روانه ده . تر مخه ددې ،چې په لیک تبصره وکړم،غواړم چې د هیواد وروستیو خصوصا تیرو اتو کالو هغو مهمو مسلو ته ځغلنده نظر واچوم ،کوم چې مسسولیت یې شخصآ جناب کرزي ته رسي .دریغا دا هغه څه دي، چې د افغانستان په ټول تاریخ کې یې ساری نه ده لیدل شوی.
د هیواد سیاسي نظام (!) فقط د تیاتر د صحنې څیره غوره کړیده، چې دا صحنه په بیلابیلو شکلونو او ډولونو په ډیر مکر او فریب، چال او تزویر سره څرګندیږي. لازمه ده چې په دې نوې ډرامې او تیاتر ( د سولې ملي مشورتي جرګې ) په اړه ، دا ووایم چې نور خو هر څه ختم شول اوس د افغانستان ملي ، تاریخي لویه جرګه، هغه چې د تاریخ په اوږدوکې په ډیرو حساسو او خطیرو شرایطو کې د هیواد او د ملت سرنوشت یې په ډیرې میړانې تعیین کړی ، ددې نوې ډرامې او تیاتر قرباني کیږي.
درنو هیوادوالو!
نه غواړم تاریخ ته ستون شم او لیکنه اوږده کړم، تاسو خپله ورته ځیر شئ او د لویو جرګو د لوی میرویس نیکه او ستر سالاراحمد شاه با با نه راواخلی تر غازي امان الله خانه ، بیا د اساسي قانون لویه جرګه وګورئ او اوس دا تش په نامه ډرامه یې مشورتي جرګې سره یې پرتله کړئ !!
هغه جرګه چې د پریکړو صلاحیت ونه لري ، نو جوړول د څه دپاره؟؟ آیا زموږ د هیواد په تاریخ کې دداسي جرګې ساری لیدل شوی؟؟ او آیا دا په تاریخ ملنډې وهل نه دي؟؟
بله دا چې،کله چې پروسږکال د افغانستان جمهور رییس د امریکې نه راستون شو او په ډیر قهر او طمطراق یې، پاکستان ته اخطارونه شروع کړل ، چې موږ نوره تحمل نه لرو که طالبانوسره مرستي بندې نه شي موږ به دوی پسې ددوی کورو ته ورشو . څه شوي هغه خبري؟
وروسته بیا د افغانستان او پاکستان تر منځ د سولې د جرګې ډرامه شروع شوه، 2-3 غونډې وشوي ،پرته له دې چې نتیجه یې اعلان شي ( مثبت یا منفي) په پټه خوله ورکه شوه، ولې ؟؟
او اوس دا دی بله نوي ډرامه د سولې ملي مشورتي جرګه؟؟!!
عجیبه ده !! جرګه جوړیږي ، چې مرورو، وروڼو سره د خبرو باب پرانیستل شي ( ؟!)، هغه هم دداسي سیاسي څیرو تر مشرې او قیادت لاندې چې هغه خپله د قضیې یو طرف څه چې مدعیان دي . مدعیان لا څه چې د همدې تش په نامه جرګې هم مخالفین دي ( لا خو رباني خان په پرانیستونکې وینا کې په ډاګه وویل ، چې په همسایه ګانو به څه نه وایو، (هغه ګاونډیان چې د افغانستان د جګړي او بدبختې اصلي او مشهود عاملین دي)،څه نه وایو . دا دی پاټک یې درته واچاو، جرګه به ښه بریالې شي؟؟!! وایې چې :
٬٬ لیوانو سره غوښې خوري او شپنو سره تندي وهي ٬٬
تراژیدي خو لا دا ده ،چې همدا کسان هم اپوزیسیون دي او هم په حکومت او دولت کې دخیل څه ،چې لا برلاسې. هم واضح او روښانه دښمنان دي او هم د کرزي خان معززین .
د چا به لمړی نوم واخلم ؟ د احمد ضیا مسعود، فهیم خان، خلیلي، دوستم ، معلم عطا، محقق ،ډبل عبدالله ، ....... که رباني ؟؟؟؟ ( د تیرو ولسمشرې ټاکنو ډرامې ته یو ځغلنده نظر واچوئ، د دې جنابانو کړو وړو ته ځیر شئ، او اوس ددوی نازول او بیرته په کرسیو کښینول؟؟ آخر ولي ؟؟؟
اما !!، خو کرزی خان مجبور ده !!! بیچاره .
احمد ضیآ مسعود د جمهور رییس لمړی معاون او په عینې حال کې د مخالفې جبهې غړی. آیا د نړۍ په بل ځای کې داسې بیلګې شته؟ همدا مسعود خان 5 کاله د کرزي خان لمړی مرستیال و او یوه میاشت د لمړې دورې د ختیمیدو د مخه ،حکومت په بې کفایتې متهم کړ. ډیره عجیبه او مضحکه نه ده ؟؟
خو، بیا هم بیچاره کرزی خان مجبور !!!
خلیلي دا دي دوه دوري د جمهور رییس دوهم مرستیال ده، کله چې د کوچیانو او هزاره ګانو تر مینځ شخړه پیښیږي چې( دا کاملآ یوه حقوقي مسله ده، د هیواد حقوقي ارګانونه یې باید د قانون په رڼا کې عادلانه حل کړي)، خلیلي ځي بهسودو ته او کرزي خان او حکومت پر ضد خبري څه ،چې عملي جبهه نیسي او عملا د مخالفت بیرغ اوچتوي.
ولې ، بیا هم غریب کرزی مجبور دی او توطیې !!!!
معلم عطا د هیواد د اساسي قانون په پر خلاف په تیرو ولسمشریزو ټاکنو کې د ډبل عبدالله په طرف په ډیره سپین سترګۍ ودرید،د سپکو سپورو د ویلو تر څنګ لا د جناب کرزي مبارک عکسونه هم و شکول، خو
بیا هم دریغا د نانځکه، بیا هم مجبور دی او بیلابیلې توطیې.
ملي خاین دوستم د تیرو ټولو ملي جنایاتو تر څنګ تیر کال په کابل کې د مجبور ، بیچاره کرزي خان په سل مترې کې په یوه جنایې عمل او اخلاقي انحراف لاس پوري کړ،نه یوازې دا چې د هیواد عدلي مسوولینو ته اجازه ورنکړی شوه ، چې دی تعقیبوی کړي، بلکې بیا هم دا لوی جنګسالار او جنایتکار ، د همدې بیچاره کرزي له خواه لا لوړو مقاماتو ته اوچت کړی شو.
ډیر مې زړه ورته بد شو دا ډیر بیچاره کرزی، څومره مجبور دی ؟؟ !! واخ .
دا چې کوم وزیران او والیان ، معینان او لوړ پوړي چارواکې د په نوم مارشال فهیم له خواه نصبیږي، په دې بیا تاسو ښه خبر یاست، ښاغلی یون، هیله ده چې په دې اړه مفصله لیکنه وکړئ .
( په دې هکله عملي مثالونه له بده مرغه لا ډیر دي ، نه غواړم لیکنه لا نوره اوږده کړم ).
او بیا په بلې خواه کې د جناب کرزي خان کار روایې ووینئ، چې بل قوم سره څه کوي؟ یو په بل وهي، د احدي ، اشرف غني ، جلالي .. او ډیرو نورو سرنوشت ووینئ ، چې څه یې ورسره وکړل. ټول یې یوه په بل ووهل او ختم یې کړل. یو قوي پښتون سیاستوال نه پریږدي، چې وده وکړي. په شکل د اشکالو یې تضعیفوي او په خپل څنګ کې په یوه عاطل او باطل پُست کې یرغمل نیسي. نه یې مخالفت ته پریږدي او نه مقام ورکوي .نن نه یې په سبا تیرباسي .د جمهوري ریاست کرسې رسیدو ته رایې د پښتنو نه اخلي، خو مکافات نورو ته ورکوي .( قانوني مکافات او عادلانه ویش هدف نه ده، بلکې بیعدالتي او د سکه او نا سکه چلند غندنه ده ).
بیا هم، بیچاره کرزی، او توطیې !!!
اوس به راشم د ښاغلي پوهندوی یون لیک ته .
د یون لیک په ډیر حساس وخت کې نشریږي. دلیک اهمیت ډیر زیات ده . زما په اند په خپل شکل کې بې جوړې. اهمیت یې صرف په دې کې نه ده ، چې ډیر عالي لیکل شوی ، ډیر خوږ ده یا ډیر تریخ ( ممکن دا هم وي ) ، ممکن ډیرو نورو هیواد پالو او خواخوږو شخصیتونو هم کرزي ته په لیکاني او غږیز ډول دا تشویشونه رسولي وي، او د هیواد په مهمو سیاسي او ملي مسلو یې ورسره د زړه خواله کړې وي.
خو !! د یون د لیک اهمیت په دې کې ده ،چې دا مسله یعنې د پردې د شا مسله یې رسنیو ته را ویسته او ټول هیواد وال یې په جریان کې واقع کړل. هغه هم د جرګې سره موازي او همزمان . دا واقعآ ډیر د اهمیت وړ ده او د یون د لوړو سیاسي اخلاقو ښکارندوی .
خو !! تاسو ښاغلی یو ن په خپل لیک کې لیکلي وو :
کرزي راته وويل: ٬٬ ډېر ګلالى ليک دې راته رالیږلى و، اوس نو راځه چې زه درته خپله کيسه بيان کړم ٬٬.
او تاسو ادامه ورکوئ :
٬٬ ولسمشر ډېرې اوږدې او دردونکې خبرې وکړې، خپل مجبوريتونه يې يو په بل پسې بيان کړل، کورنۍ او بهرنۍ توطيې، خپل امکانات او ځواک يې ټول موږ ته څرګند کړل٬٬.
په خواشینې سره ستاسو په لیک کې دا هم لولو :
٬٬ د جمهور رئيس مجبوريتونه او د افغان ولس پرضد د پټو توطيو څرنګوالى يو بیل بحث دى چې بيان يې بیل زمان او مکان غواړي٬٬
اوس تاسو څخه پوښتنه کوو ، چې دا دردوونکې خبري څه وي ؟؟ او دا مجبوریتونه څه دي ؟او دا بهرنې او کورنې توطیې کومې دي ؟؟؟؟
ولې تاسو دا واقعیتونه نه څرګندوی؟ ولې چوپ پاتې یاست؟ ولې بالاخره دا ملت همداسې بیخبره پاتي دی؟.تر څو به دا ملت په تورو شپو کې لالهانده ګرځي ؟؟ آخر تر کومه ؟؟
تاسو د کوم زمان او مکان خبرې کوئ؟ تاسو چې دومره جرت کړی، بل جرت هم وکړئ دا چلو صاف بلاخره د ابو راوباسئ او هر څه څرګند کړئ !!
که نه، د ملت محکمه به بل ډول قضاوت وکړي .
پاتي شوه د کرزي د امکاناتو او ځواک خبره . اوس چې ناتو ، آیساف ټوله غربي نړې په خاصه توګه آمریکه چې دلته فزیکې شتون لري او عملا ښکیل ده ، چې بیچاره کرزی ځواک نه لري، نو دا ځواک به د کومه کیږي ؟؟؟؟؟
په درنښت
یادښت!
درنو هیوادوالو! دا دی د لیک اصلي متن،چې په روهي ویب پاڼه کې راغلی، تاسو خدمت ته هم وړاندې کوم.
مننه
سعادت
يو تريخ او خوږ ليک د افغانستان د اسلامي جمهوريت قدرمن جمهور رئيس ته !
پوهندوى محمد اسمعيل يون
يادښت: د غبرګولي پر اتمه نېټه؛ د شنبې ورځ د غرمې ډوډۍ پرمهال خبر شوم، چې جمهور رئيس له ځينو ډلمشرانو سره تر سلامشورو وروسته پرېکړه کړې، چې ښاغلى برهان الدين رباني د سولې د ملي مشورتي جرګې د رئيس په توګه انتصابوي، ددې خبر په اورېدو سره د غرمې ډوډۍ راباندې ډېره ترخه شوه، سملاسي مې دا ليک وليکه، جمهور رئيس ته مې پر همغه ورځ د څو تنو هغو اشخاصو په لاس ولېږه، چې هغه ته هر وخت د ورتګ لاسرسى لري، له نېکه مرغه جمهور رئيس ته پر همغه ورځ دا ليک ورسېد او ښه خبره لا دا چې ولسمشر په خپل کور کې دا ليک له پيله تر پايه لوستلى و، ماښام راته د ټلېفون په ذريعه خبر راکړ شو، چې رئيس صيب ډېر په قهر دى او سبا (يکشنبې ورځ غرمه) يې غوښتى يې.
د يکشنبې ورځ غرمه له ښاغلي سرمحقق زلمي هېواد مل سره يوځاى ورغلم. د توقع خلاف جمهور رئيس ماسره دومره نېک او صميمي چلند وکړ، چې ما يې هېڅ هيله نه لرله، له اخلاصه ډکه غېږه يې راکړه او په غوږ کې يې راته وويل: (( ډېر ګلالى ليک دې راته رالېږلى و، اوس نو راځه چې زه درته خپله کيسه بيان کړم)). ولسمشر ډېرې اوږدې او دردونکې خبرې وکړې، خپل مجبوريتونه يې يو په بل پسې بيان کړل، کورنۍ او بهرنۍ توطيې، خپل امکانات او ځواک يې ټول موږ ته څرګند کړل. د جمهور رئيس مجبوريتونه او د افغان ولس پرضد د پټو توطيو څرنګوالى يو بېل بحث دى چې بيان يې بېل زمان او مکان غواړي، د کتنې وروستي ټکي دا وو، چې ولسمشر خپلو مجبوريتونو ته ګوته نيوله او ما د عدالت د تطبيق غوښتنه کوله، د ظالمانه او ناعادلانه مجبوريت او سالم عدالت ترمنځ ډېر واټن او تضاد موجود و. يوه نيمه بجه د جمهور رئيس له دفتره راووتم او د سولې ملي مشورتي جرګې د دفتر پر لوري لاړم، ټوله ورځ راباندې غمېدلې تېره شوه.
د دوشنبې ورځ د لويې جرګې کېږدۍ ته يو زيات شمېر راغلي استازي له دې احتمالي پرېکړې خبر شول، ټولو سخت تشويش څرګند کړ او دا کار يې جرګې ته يو ستر ګواښ وباله.
د چار شنبې ورځ د ملي مشورتي جرګې لومړۍ پرانيستونکې ورځ ده، که چېرې جمهور رئيس د استاد رباني په باب خپلې احتمالي پرېکړې ته عملي بڼه ورکړي، نو پوهېږم چې زيات تشويشونه او اندېښنې به راوټوکوي. ما خپله اندېښنه لا وار دمخه د خپل ليک او کتنې له لارې جمهور رئيس ته څرګنده کړې ده. غواړم خپل ملت سره هم په دې اړه خپل درد شريک کړم او په دې ډول د يوه عادي افغان په توګه تر خپل وروستي وسه خپل مسوليت ادا کړم. دا دى دا ليک له دې يادښت سره يوځاى ستاسو مخې ته ږدم.
تر ټولو دمخه سلامونه او نیکې هيلې !
له بېلابېلو سرچينو څخه خبر شوي يو، چې ستاسو له خوا، ښاغلى پروفيسور برهان الدين رباني د سولې د ملي مشورتي جرګې لپاره د رئيس په توګه انتصابېږي. که دا خبره واقعيت ولري، نو دا کار به نه يوازې د سولې د ملي مشورتي جرګې ارزښت له صفر سره ضرب کړي، بلکې د جرګې د کار دوام به هم ناممکن کړي، داسې يو شخص چې د کابل په ورانۍ او د افغانستان په تباهۍ کې پوره پوره لاس لري، د جرګې د رئيس په توګه د هغه انتصاب، خپله د جرګې له ارزښت، عنعنې او ماهيت سره سل په سلو کې تضاد لري.
دې جرګې ته د ((سولې ملي مشورتي جرګې)) نوم ورکړل شوى، دا تنظيمي جرګه نه ده چې کوم تنظيم سالار او جنګسالار يې په راس کې واقع شي. د جرګې د رئيس په توګه د رباني انتصاب به د مخالفينو او نړيوالې ټولنې هغه منطق لاپسې قوي کړي، چې وايي: ((ستاسو حکومت د څو تنو فسادګرو او جنګسالارانو په لاس کې دى.)) طالبان او د اسلامي جمعيت نور پخواني او اوسني مخالفين به په ډېر پياوړي دريځ کې راشي او دا جرګه به هسې د باد بڼکه وبولي، ټول پښتون قوم به چې هسې هم ستاسو په اته نيم کلن حکومت کې د محکوميت د اور بټۍ ته لوېدلى، د جرګې په راس کې د رباني غوندې د يوه متنازعه شخص انتصاب پر خپلو حقوقو يو بل تېرى وګڼي او نور به هم په سياسي انزوا کې راشي. ستاسې په حکومت کې تراوسه پورې درې مهمې جرګې ( بېړنۍ لويه جرګه، د اساسي قانون لويه جرګه او امن ګډه جرګه) تېرې شوي، ددې درې واړو جرګو مشري له پښتنو څخه واخيستل شوه، دا ددې مانا ورکوي چې پښتانه د افغانستان په سياسي صحنه کې د فعال حضور حق نه لري. د قوم په نوم اسلامي جمعيت او ځينو نورو اقليتونو ته چې کوم امتيازات ستاسو د واک په اته نيم کلنه دوره کې ورکړل شوي، د افغانستان څه چې د نړۍ په تاريخ کې سارى نه لري، ستاسو معاونين چې د جمهوري رياست په دواړو دورو کې ستاسو تر وزرونو لاندې د پښتنو په رايو راغلل، پر هره تنګه او سخته ورځ ستاسو پر وړاندې ودرېدلي، خو پښتون قوم چې يوازې په انتخاباتو کې تاسو ته د رايو اچونې پر وخت تر بل هر چا زيات ظاهرېږي، په حکومت کې يې ونډه په واقعي مانا د بل هر چا په تناسب کمه ده، حتى ټوله نړيواله ټولنه هم پر دې اعتراف کوي، چې د جګړې يو علت په حکومت کې د پښتنو محروميت دى. دا حالت نور په هېڅ وجه د زغملو نه دى، چې مخالفين دې ستاسو په حکومت او سياست کې دومره امتياز واخلي، چې هم ستاسو مخالفت وکړي او هم د افغانستان ملي ګټو او ملي يووالي ته زيان واړوي، تر ټولو دردوونکې خبره بيا لا داده؛ دا ټول امتيازات ستاسو له خوا ستاسو په قلم او ګوتو هغوى ته ډالۍ کېږي، هغوى له دې سياسي، اقتصادي او پوځي امتياز څخه ګټه اخلي، خپل موقف قوي کوي او بېرته ستاسو او ټول ملت د ملي ګټو پر وړاندې ودرېږي. که رباني، محقق، اکبري، انوري، عطامحمد او نور ستاسو خپلېدلى، نو په تېرو اتو کلونو کې به دې په دې بې شمېره امتيازاتو راخپل کړي واى، ستاسو په لاس د افغانستان دې ډول مخالفينو ته په ورکړل شويو امتيازاتو کې د ټول ملت حق دى، هيله ده دا امتياز پر ملت ووېشل شي، نه پر څو تنو جنګسالارانو او تنظيم سالارانو، چې تلويزيونونه يې د نورو په پيسو او دسيسو چلېږي او افکار هم په کې د نورو خپرېږي.
دا يو بل تريخ حقيقت هم بايد درته په ډاګه کړم: کوم پښتانه چې ستاسو په حکومت کې دي او د ملي شعور خاوندان دي، هغوى هم ځان په دې حکومت کې دومره محروم احساسوي چې حد او بريد نه لري، هيله ده د هغو رايه ورکوونکو د حيثيت اعادې ته هم لږ پام وکړئ چې د جمهوري رياست د دواړو دورو په ټاکنو کې په سرومال تاسو سره ودرېدل، خو ستاسو په حکومت کې د همدې جنګسالارانو د زياتې ونډې له امله يې اوس نه سر خوندي دى او نه مال، عجيبه خبره داده: همغه جنګسالاران او تنظيم سالاران، چې په هره مهمه سياسي او اداري غونډه کې يې تاسو حضور حتمي بولئ، سهارنۍ او غرمنۍ هم درسره يو ځاى خوري او ستاسو پر دسترخوان راټول دي، همغوى تر هر چا زيات په خپلو رسنيو کې ستاسو پر ضد نيوکې کوي او هغه ډول الفاظ درته کاروي چې قلم يې له ليکلو شرمېږي، خو دې سره سره هره ورځ بيا هم په دربار، امتياز او کاروبار کې ډېر محترم دي. زه د هغو کسانو په جمله کې يم چې په تېرو اتو کلونو کې مې د خپل وس تر وروستي بريده په هېواد کې د سياسي عدالت د تامين په خاطر منډې ترړې کړي او اوس لا ستاسو په حکومت کې د يو ((مامورګي)) په توګه ستاسو (ترڅنګ) خو تر تا (ډېر لرې) کار کوم، دا ماموريت دې ماته زهر شي چې زه به يې د افغانستان د ملي ګټو خلاف کاروم او خپلو شخصي ګټو ته به ترجيح ورکوم، زه حاضر يم چې لومړى ما د دربار له دې عذابه خلاص کړې او بيا ورپسې متصل ټول جنګسالاران، تنظيم سالاران، فسادګر او د اووګونو، اته ګونو او نورو لسګونو تنظيمونو پنډتان او سياسي سوداګر، په چټکۍ سره له دې حکومته رخصت کړې، چې خلک په ارامه فضا کې تنفس وکړي او د سوکالۍ وږمه پرې ولګیږي. اوس د افغانستان پنځه ويشت مليونه وګړي، نږدې دوه زره زورواکو، رسمي او نارسمي ټوپکوالو يرغمل کړي، ددې دوه زره کسانو زياترو د همدې حکومت په امکاناتو ددې ولس پر ستوني پښه ايښې ده، که دوى سره د حکومت امکانات نه وي، نو ولس په ډېره اسانۍ سره د دوى سابه په مالګه کولاى شي.
وخت کم و، د تنظيم سالارانو غوندې وخت پر وخت ستا د ملاقات زمينه موږ ته نه ميسرېږي، نو ځکه مې درته دا (تريخ) خو (خوږ) ليک وليکه، هيله ده لومړى د سولې ملي مشورتي جرګه له رباني، رباني خیلو او نورو تنظيم سالارانو وژغورئ او بيا نور ټول افغانستان.
محمد اسمعيل يون
د ګران او خوږ افغانستان يو خواخوږى
١٣٨٩ل کال د غبرګولي ٨ مه -
بېرته شاته |