(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)
Adab au Hunar / شعر، ادب او هنر
دسولي لارويانو ته ډالۍ
د جلا لا د ګو در غاړی ته راځه جانانه
دکونړسيندسره څپوکې شه نغمه جانانه
ماته د سولې ترانو کې خوږ سندري وايه
شه دننګرهارپه لوړوغرونوکې ټپه جانانه
****
ځوانان ته وايه چې وطن کې موبدلون راوړئ
سوله شعارکړئ تردی نوم په کې سمون راوړئ
د څولسيزو غميزو کيسه نور خطمه کړئ بس
دجنګ او سولې مينځ کرښه د بيلتون راوړئ
****
زاړه فکرونه بدلول يو ځوان قوت غواړي
ننګ دپښتون دوطن عشق ملي وحدت غواړي
دنوي عصر تقاضا سره ژوندون پيل کړئ
داسې اقدام يوښه اخلاص دصداقت غواړي
****
موټۍ را ونغاړئ رښتيني مسلمان په نامه
سرونه پورته په شمله کړئ دافغان په نامه
مينه کړۍ په کړۍ تاوه کړئ د سولې په نوم
فضا ته پورته شئ زمونږ ملي ارمان په نامه
****
فضا ته پورته شئ پښتون ته يو ارمان راوړئ
شلم پيړۍ نه د وختو نوهغه ځوان (١ )راوړئ
چې نړيوال ورته حيران شي دعلميت په نامه
عبدالاحد مهمندپه شان يوښه افغان راوړئ
****
خويندو راځئ چې دملالۍ ميوندبياوګټو
سوله سندره کړو غيرت مو د بابا وګټو
بيادنازوپه ارمانونو باندې پل پورته کړو
بيا تراټکه پوری لاړشو پښتونخوا وګټو
****
پردي راغلي څنګه مونږ لره ژوندون جوړوي؟
جنګ بهانه ده اسارت ته يو مضمون جوړوي
ځوانانو ورکړئ دوحدت لاس دقران په نامه
غرونه لعلونه لري خداې چې پری جنون جوړوي
****
ځوانانو ويښ شئ ددی عصر تقاضا يي تاسو
دا تياره شوې ژوند ته زيرې د سبا يي تاسو
دتورټوپک دخولۍ خبرو باندې نه جوړيږي
علم موخپله کړئ ډ يوه راوړئ رڼا يي تاسو
****
دا در يد لې وطن تاسو نه ا لهام غواړي!
سوله يي مينه ده دمينې خوږ جانان غواړي
دشاه جهان غوندې وطن نه تاج محل جوړکړئ
جنون د مينې ليونتوب کې نور جهان غواړي
****
د جلا لا د ګو در غاړی ته راځه جانانه
دکونړسيندسره څپوکې شه نغمه جانانه
ماته د سولې ترانو کې خوږ سندري وايه
شه دننګرهارپه لوړوغرونوکې ټپه جانانه
****
ځوانانو سپين جامې اغوستي پښتونخواګټي
سوله يي موخه ده اوس خان ولي بابا ګټي
حفيظه ستا د ارمانو نو غوټۍ ګل کړيدي
داسيا زړه کې بيا يو تخت د احمد شاه ګټي
ګرانو لوستونکو:- دلته دشلم پيړۍ ځوان ١اولين افغان فضانورد عبدالاحد مهمندڅخه يادونه شويدی .
بېرته شاته |