(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)
دځوانانو ټولنی له خوا د رحمان باباپه مزار د برید غندنه
[05.Mar.2009 - 22:13] دکونړ د ځوانانو کولتوری ټولنه چی د خپلی ژبـی او کولتور د ساتنی او پالنی لپاره هلی ځلی کوی د پښتو دنامتو صوفی شاعر رحمان بابا علیه رحمه پرمزار د پښتنی کولتور او تاريخ د دښمنانو له خواد بمی برید په سخته سره غندنه کوی.
د پښتنو په ژوندیو مشرانو اود پښتنی تاریخ په تاریخی ویاړونو دغه ډول بریدونه د زغملو وړ ندی دا دټولو پښتنو دنده ده چی پښتون/افغان قوم دښمنانو په مقابل کی یو موټی شی او ددښمنانو موخی شنډی کړی
دکونړ د ځوانانو کولتوری ټولنی د کار ډله
- د پښتونخوا خبریال
بېرته شاته |