(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)
Adab au Hunar / شعر، ادب او هنر
مانځه له نه راځی
لوي واړه د کلی د جمات مخې ته جمعه شول
غږ شو په جمات کې چې احسان مانځه له نه راځی
يو بل ته نيت چپ دے خو په صف کې تنې سيده شوې
دلته بد نيتۍ له مسلمان مانځه له نه راځی
سخا د بل په غوښو په مسواک ي داړې پاکې کړ
هيڅ په خپلو بدو باندې پښيمان مانځه له نه راځی
چا کړه ګډه وډه د مومن او د معراج قيصه
دلته خو جمات ته څه شيطان مانځه له نه راځی
مونځ نه شی پينځه ځله وعده د ورځې ماته شی
دلته چې څوک يو ځل په ايمان مانځه له نه راځ
بت لکه نسکور شی چې د ځانه نه بې ځانه شی
هسې سرکونډو له دې بتان مانځه له نه راځی
بل جمات به جوړ کړم دغه لر کلے به ډله کړم
يو جمات ته دواړه دښمنان مانځه له نه راځی
ګوټ چې د ځيګر د وينو اونکړې قضا ښه دے
هسې څوک د خلې د تش بيان مانځه له نه راځی
مينه ي لوګے شوه ورته عقل ډيوې تتې کړې
خود به د بانګيانو په اذان مانځه له نه راځی
مينه ي د وړاندې د يار در ته سجيدو له ځی
خير که ليونے سيرې ګريواننه راځی مانځه له
احسان باچا خوږلن جندول پختونخوا دير
بېرته شاته |