(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)
Adab au Hunar / شعر، ادب او هنر
دښاغلی نظری صیب دوه تنزونه
خرسور افلاطون
خدای دی وساته د خرسور افلاطون له مجلسه
ستاکولنګي زوی مني د خپلي پکې لور کښته
ستا له غنمو خپلو اوربښو ته ورکوي ډیره بها
خپله سترګې غوږ تړلی دی نه مني د بل چا
هره خپله خبره په زوره پر څوکۍ کښينوي
په سپین سترګي هغه تړي په ملا او مولوي
خپله هم پوهیږي چې په شي بوی نه وړي
په خپله خبره ولاړ وی شودې بولي توري
په هر خبره شي لکه کولنګی چرګ درته ببر
چالان وي مخ په لوړه لکه غورازه موټر
په هره خبره لکه پنبه پالوان لنګته اچوي
د سترګو اوبه یې وتلي کوي لوچکي
د داسې عاقل سره مجلس دی اوبه غلبیلول
دهغوی قانع کول دی هسې ځان غولول
سوډران به شي لکه کرکان درته یوه خوله
هغوی چي وویني د بدو د ناړو ښکلې فواره
خبره اوږدول له هغو سره ده کبیره ختا
ځکه تا هم په لج راولۍ چي ووایي ناروا
دداسی فیلسوفانو دی خدای وساتي تا
چې مالومات یې وي یوازې د کلي د ملا
په خبرو خبرو کې به فتوا درکړي دکافر
ان چې په عمر کې نه دی ویلی یو تکبیر
سره سکروټه دباندې نیسی غواړي ثبوتونه
د خپلو ناسمو خبرو درکوي پرله پسې جرتکونه
هغه غوړه مالو بنډاریانو ته ځان ښيي من من
که ترې بچ شوی شکر کوه د خدایه لمن لمن
بلا دی په تیاره کې د خبرو د خوشي کولو
بلا دی دخوشی خبرو په خوله کې د جوړولو
داسو اتلانو سره مه کوه بنډار او ناسته
چې سیاست پيل شو چټک ترې پاسه
کنه په پای کې بشی هم بوره هم بدنامه
هم به دی عصاب خراب وی هم یارانه
کنايي:
غنم ښکاره کول اوربښې پلورل( حیله او ختا ایستل)؛ سترګې او غوږ تړلی( بې خبره)؛سپین سترګي کول ( بی حیایی کول)؛خپله پکه لور د بل د زوی ښه ګڼل(خپل بد شی ښه ګڼل)؛برچ پر چا وهل( غوسه کیدل)؛بوی نه وړي ( نه پوهیږي)؛ د سترګو اوبه وتل( بې حیا کیدل)؛اوبه غلبیلول( بې ګټې کار)؛ ؛بوره او بدمانه( هم زوی مړ هم بدنامه)؛سره سکروټه باندې نیول( ژرکول)؛ په زوره خپله خبره په چا منل)،خبره په تیاره کې ایله کول( بې مطالعې یو څه ویل)؛ ځان من من کول( ځان لوی ګنل)؛لمن لمن ( ډیر زیات)
مساوی حقوق
د یونما مخي ته د بیوزلوسړو وو لاریون
ول موږ له ښځو سره غواړو مساوي قانون
هغوی شوی اوس له رښتیا زبېښاکګران
د هغو هر حکم ته شوی یو موږ تورمرییان
خپله پلرګنی مني نه مني زموږ خپلوان
له موږه ختا شوې د دواړو نړیو ایمان
واړه مو په خپل اصلي نو م بولي اکاګان
یوازې هغو پيژني خپل خاله او ماماګان
زموږ په دار وندارو چړچې کوي اخښیان
ډالۍ کوي زموږ تبړ ته له وخته تیره شیان
پر خپل سر یې ډنګوي بېله زموږ پرسان
ټول بد موږ ته وايي په دې بې توله کپان
د لاسه یې اوبه نه تویږي په خپلو سخرانو
غیبت یې په پلو غوټه وي د خپلو خواښیانو
غروړي لري په زړه کې دپاره د میړه خیلانو
تندی یې ړون دی لکه لمر پر خپلو قریبانو
په کاله کې مو ځړېږی انځورونه د خسرګنیو
په بې ارزي ورته ګوري که را شی زماد پلرګنیو
خواپوټه کړي زموږ ،اریان کړی هغوی پر ځانو
داووم خیال پوخول نه لری امکان زموږ خوارو
زموږ کور نشو زموږ د وړونو او خویندو
پارک زرنیګار شو زموږد اخښیانو او خوښینو
هغو ته یې د ښو سترګه نیول نلري امکان
اوس ښځې تر مخه موږ یې تر شاشا یو روان
زموږ خپلوان دی هغوی ته دسترګو اغزان
لاس مو پر خوله ایښي یو شرمنده او اریان
په پندونو روایتونو مو خولې وکړې وېښتان
کاشکي دا حقوق شي بیرته لکه اوله یوشان
چې خسر ګنۍ او پلرګنۍ مو شي یو سان
دا ټوله اوس پر ځان تیروو یو لکه وله لرزان
موږ غوښه ویلي شوه چاغ شوه زموږ زنان
موږ تل په خپل افغاني غیرت یو پرېشان
ګوته په غاښ د یونما مامور چې و افغان
ول د اټوله ستا سو دافغانی غیرت دی نښان
کله هم حقوق مساوی شوی نه دی په جهان
طبیعت زموږ خټه کوې خپله یاست ډارنان
خپله ورته شوی یاست له اوله بګیلان
پشې مو نه ده ویشتی ټینګه په شپه د امتحان
کنایی
د لاسه یې اوبه نه تویږی( بخیلی کوې )؛پر خپل سر ډنګول(بی سلا کار کول)؛طبیعت خټه کیدل(خپه کیدل)؛خبره په پلو پوری غوټه کول ( شیطانت کول)؛سترګه ورته نیولی ( امید لرل)،اوم خیال پخول ( محاله هیله)
؛ګوته په غاښ نیول( اریان)،تندی تریو نیول(بد نیت)،په زړه کې غروړی درلودل( کینه) ؛لاس پر خوله اېښوول( چپه خوله)،بې ارزی ورته کتل( بی عزت کول)؛خواپوټه کېدل( اشتها بنده)؛پر ځان تیرول(زغمل)؛وله لرزان ( ویره او تشویش)؛سر گران ( خوابدی)؛ژبه وېښتان کول( ډیر ویل)،غوښه اخیستل( خوشاله او چاغ)؛غوښه اوبه کیدل( غم او ډنګر).
بېرته شاته |