(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

Adab au Hunar / شعر، ادب او هنر

د خدمتګار شعرونه تازه شول

غزل که اوریدئ شې دژوندون کیسه آسمانه کووم دزړه ګیله می بس یواځی له جانانه کووم ما ورته زړه دټول بدنه سره واک کی ورکړو داغ يي پرې کیښود داپوښتنه به له ځانه کووم چاراته وئ چی ګریوان څیري کړه ناری ووهه زه تحمل په چوپه خوله ډیرې حیا نه کووم چاځانله پریښووم غربت او بی وسۍ په تور کی تسل دمیني د ځوانۍ له دی بیانه کووم چاته به څه وایم چی چا وکړله څه يي وکړل دغه پوښتنی به یووخت کی له زمانه کووم لار به يي څارم تر هغی اومنتظر به یمه څواخیري سلګۍ دتګ له دی جهانه کووم دخدمتګارآرمان به ورشي واربه تیروي ورنه آرمان آرمان به يي آرمان ته له آرمانه کووم ***** محمدیوسف خدمتګار مزدورزوی غزل هره پاڼه ښکلوومه په هر ګل کی ستا تصویر دئ هره کرښه چی لیکمه هر غزل کی ستا تصویر دئ هره هسکه کی تا وینم ستوري واړه ستا کیسې کړي هر مجلس ته چی ورځمه هر محل کی ستا تصویر دئ د ښکلاو د ښا رونو د زرینو شپو په منځ کی په هر رنګ احساسوومه پل په پل کی ستا تصویر دئ ستا دوستان می پیدا نه کړل دوښمنان دی دمخ ډیر دي تور زلفان دی ټولوومه په هر ول کی ستا تصویر دئ ستا دسترګو بلا واخلم لړمان پری کاږه ناست دي ګرد دمنډ رانجه کوومه هرکجل کی ستا تصویردئ په مونږ څه کانې راوشوی چی ټول غواړي مونږجلا کړي اوښکی ویني تویومه هر منزل کی ستا تصویردئ پاڅه ویښ شه ای جانانه بیا دی کور اوکلې ویشي داغیارعمل دچل دئ په هر چل کی ستا تصویردئ ته اِحساس زما دزړه يي ته ژوندون د خدمتګا ر يي ستایووالئ به ساتمه دزړه تل کی ستا تصویر دئ

بڼ کور خالي دئ واټ خالي دیره خالي ښار خالي جومات خالي حجره خالي شړې کوډۍ مړې ډیوې پیاله خالي بڼ خالي بڼچه خالي کوڅه خالي سیند خالي کوهې خالي ډولچه خالي لار خالي بازار خالي او ټوله معامله خالي وګوره بازار ته خریدار ځینی ډاریږي ړنګه ده نړۍ چی یارله یار ځیني ډاریږي ګلونه مړاوي ښکاري له ګلزار ځیني ډاریږي عاشق اومعشوقه له خپل دیدار ځیني ډاریږي شهسوار دزمانی دخپل رفتارځیني ډاریږي طبیب چی بیمار وګور ي بیمار ځیني ډاریږي ځواني لاړه عبس عمر تیر شو مونږ خدمت کړو دبل ځان مو هیر شو شو اشنا نا اشنا ځانځاني شوه مشرتوب بی مانا دام کی ګیر شو خود به ژاړم چی لاړم پنا شوم جانان لاړوزه جوړ دخندا شوم ډیر افسوس اوس زما په دی حال دئ راته پیښ په خپل کور کی جنجال دئ چیني وچی سند یاغي شو ځنګل وسو آسمان قهر ځمکه اور شوه چی ګل وسو سترګی غبرګی ړندې دنړۍ شوې نارې نه اوري چی څوک پاګل وسو دلته څوچی یوبل ساروان راشي دلته څو چی یو بل کاروان راشي دلته څو چی مونږ بیا یوځای نه شو خدای خبر که هغه جانان راشي نه به ګل شي بیا بڼ نه به جوړ شي نه به دا جګړه مار ښامار موړشي ځان کړه پوه په دې ښه خدمتګاره بس خلاصون دیووالي په لاره


بېرته شاته