(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)
Adab au Hunar / شعر، ادب او هنر
د زرلښت حفیظ دوه شعرونه
ماته په اختر کې
ماته په اختر کې بياخيالي نکريزي راوړه
لاړ شه ننګرهار ته بوډيالي نکريزي راوړه
بيا د واړه لاسونه د بنګړو نه ډکومه زه
ځمه ګل ميلو ته ګلالې نکريزي راوړه
****
ځمه پيښور ته پښتنو ميندوته دوعاکوم
سوله ورته غواړمه زيارت دپير بابا کوم
بياچې درحمان بابا مزار کې سره وګورو
بياداخترورځوکې يو زيرۍ په اشنا کوم
****
بيا به ورته وايمه اختر کې جلالا ته ځو
بيا په ننګرهار به کې غازي امان الله ته ځو
بيادځوانيمرګ ارمان مزارکې به جنډه تړم
بيا به د همزولو سره لعل قاسم اغا ته ځو
****
خپلو هيواد والو ته دمينې څوکالي غواړم
سوله ورته غواړمه اختراونيکمرغي غواړم
بيا به د زرلښت په ارمانو باندې سوګند کوم
ښکلې ماښامونه سهارونه زرزري غواړم
دقدرشپه کې
کلک فولادي عزم ټينګ ايمان راکړه
مينه شفقت راته سبحان راکړه
ځار ستا د مکې او مدينې نه شم
لپه ددوعا کې سپين قران راکړه
ستا د قدر شپې ته انتظار يمه
ستا ددرملنګ يمه جانان راکړه
ډکې له ګناو مې لمحې د ژوند
پاک نفس دزمزم اوبه پريمان راکړه
زه يې د يو ځل ديدن ارمان لرم
ليد د محمد اخر زمان راکړه
Zarlasht Hafeez
بېرته شاته |