(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)
Adab au Hunar / شعر، ادب او هنر
رقـم
لویه خدايه لويه خدایه دا اختر په مونـږ مـاتم دی
پښتانه بـې کوره شوي هر یو کور باندې جوړ غم دی
د قسمت خواږه ټـول مونږ نه مرور دي رانه تښتي
د ځوانۍ په دنکـه ونـه چـې خـوړلـی ئـې قـسم دی
د رخسار په آئینه کې څه د وخت مخونه تور دي
د سبا غېږه خـالـی ده پـه رڼـا کـې چـې تورتم دی
چـې د نـن او د پـرون رنـګـونــه واړه لـېـونـي شـول
مـحـبـت تـړلـي کـډي ځــان ځــانــې نـیـولـی چـم دی
د ژوندون د حسن باغ کې ژېړ خزان د خندا شين دی
د پښتون ښکلې وطن کې چې بیلتون اېښی قدم دی
نسیم ستوریه عقـل ولـی خـامـوشـي ده اخـتـیـار کړي
د پښتو په سر ســودا ده چا اخیستی پرې رقم دی
بېرته شاته |