(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)
Adab au Hunar / شعر، ادب او هنر
اسماعیل شاهد او سید رحمن شینو
اسماعیل شاهد
منل شوی هنر مند چی دپیړئ
رایادیږی اسمــاعیل هر ه ګړئ
په تمثیل او په رولونو کی زمری دی
د هر چانه دغه لار کی بریالی دی
په نړی کی د هنر یو لوی سلطان دی
پښتو ژبه یی ځلولی پاس اسمان دی
په هر رول کی د هنر ښه کامیاب دی
ثانی نشته لا تر او سه اب وتاب دی
رنګا رنګ ښکلی رولونه یی ادا کړي
ته به وایی چی سل کاله یی زده کړي
*****
سید رحمن شینو
په شینو باندی مشهور دی سید رحمن
په تمثیل کی ی ګټلی هر میدان
په پښتو پښتونولی کی دی ستر شوی
په فن او په تمثیل کی مالوم شوی
*****
ف فضلی
د ادب او د تمثیل د سر سالار وه
دا فضلی صیب د پښتو ژبی غمخوار وه
د تمثیل او د هنر ځمکه یی اوبه کړه
په زحمت او په پاللو یی ښه تازه کړه
ژوند تر پایه د دی لاری لاروی وه
د ادب او د تمثیل ورور سکنی وه
هم د تیاتر ډرامو ډایریکتر وه
هم پخپله یی لیکونکی د تمثیل یی کرکټر وه
*****
کاتب پا څون
د هنر او د تمثیل ستره نړئ کی
ما لیدلی دی کاتب دغه کړئ کی
هم لیکوال هم ممثیل هم هنر مند وه
هر نفس د پښتو ژبی ارزومند وه
پدی برخه کی وتلی ښه څیره وه
مینوالو د هنر ښه نمونه وه
هم لیکوال دی دی د رنګ رنګ مضمونونو
ډرامو او د پارچو او تمثیلونو
د طنزونو برخی یی ډیری دی پیاوړی
بیلو بیلو مسایلو کی یی راوړی
د طنزونو یوه ټولګه یی د ګوړی اچار دی
د ادب او د تمثیل برخی سردار دی
*****
حاجی کامران
د رولونو زمری مو دی کامران
چی ټول عمر د تمثیل لار کی روان
افغانی هنر ته ورکړله ځلا
وطنوالو کی مشهور دی هری خوا
*****
جان محمد پلار
چی مدام یی وه هنر سه سر او کار
چی هم پلار یی معنوی وه همدا پلار
د پلار صیب خدمتونه پدی برخه کی څرګند دی
لوبولی یی تمثیلونه ډیر په خوند دی
ډیر کلونه یی تیر کړی په هنر کی
وه مشهور د افغانانو هر مظهر کی
د ارمان فلم یی وه یو ستر شاهکار
په ډایرکت د نظری کی واقعی پلار
*****
منان ملګری
نومیالی وه د هنر منان ملګری
په تمثیل او په ادب کی وه سر لوړی
ښه شاعر او ښه لیکوال د ددغی برخی
ورولی یی سهار ماښام پری پرخي
ډرامو او پارچو وه ښه لیکونکی
تل ژوندی مو دی په زړو کی او منونکی
*****
نظر محمد
ښه لیکونی دی د ښکلو ډرامو
نظرمحمد دی هم لیکونکی د فلمونو ډرامو
د هنر ددغی برخی خدمتګار دی
هم روان د پښتنو پښتو په لار دی
هم لیکونکی د نثرونو او پارچو دی
هم لیکونکی د ښایسته ښکلو کیسو دی
*****
نصرا لله حافظ
چی شعرونه یی ویلی په بلبلو
نصرالله وه ښه شاعر د ښو بدلو
په راډیو کی یی پښټو ژبه کړه څرګنده
د زړه وینه یی ورکړی ده ګل رنګه
ادم خان او درخانی کیسه یی ویلی په شعرو کی
د تمثیل ښکلی هنر او ډرامو کی
بېرته شاته |