(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)
Adab au Hunar / شعر، ادب او هنر
دبل له لاسه در په در پښتنو
ځما د پلار نیکه ټـبــر پښتنو
دبل له لاسه در په در پښتنو
ستاسي کیږدیو نه قصرونه زار شه
ستاسي شړیو نه شـالـونـه زار شـه
ما ته د هر چا نه بهتر پښتنو
دبل له لاسه در په در پښتنو
***
تنها پری نه ږدئ باچاخان په جـیـل کی
چی خفه نه کړئ صمد خان په جیل کی
سـلام سـلام دپـیـښـور پښتنو
دبل له لاسه در په در پښتنو
***
زه ملنګ جان ګریوان شلیدلی ښه یم
د قـام پـه غـم کی سـوزیـدلـی ښـه یم
سر ورکوم ستاسی په سر پښتنو
دبـل له لاسـه در پـه در پـښتـنو
ملې شاعر ملنګ جان
بېرته شاته |