(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)
Adab au Hunar / شعر، ادب او هنر
مور، زوئی او سېلاب
هغه يو مور چې يک يو نازولی بچی
په دواړه لاسه د سينې د پاسه کلک نيولی
هغه يو مور چې ئې د خپل زړۀ د دردونو ګلاب
په خپلو لېچو کښې راټول لکه غنچک نيولی
هغه يو مور چې ئې زړۀ د پرهر خور ريدي ته
د سيند سنګينو لېونو چپو څټک نيولی
هغه يو مور چې ئې د زړۀ د جنون هره درزا
ګمان نيولې، تلوسې نيولې، شک نيولې
هغه يو مور د دۀ د يو ځل د ليدو په ارمان
لکه چې چا لاهو جانان ته وي اټک نيولی
هغه غنچک غنچک ماشوم چې ئې واړۀ لاسونه
د مور د غاړې نه تاؤ کړي دي چپې ئې وهي
هغه ماشوم چې پرې د ګل ګزار چا نۀ ؤ کړی
د مور د امن غېږ کښې هم څوک خونړی ئې وهي
دا دي چپې د مور او زوي په سر را واوړېدلې
لاړه درزا د لېونو زړونو قلاره شوله
مرګي کړۀ مړۀ خو د يو بل نه ئې ونۀ شو کول
مينه شوه ډوبه ورکه نۀ شوله سرداره شوله
د مور او زوي رشته د مينې د تخليق رشته ده
نۀ کوم سېلاب ختمه کړه، نۀ به ئې توپان ختمه کړي
ژوند خو بې شکه سلسله وي د حسرت او ارمان
څوک دي چې دغه سلسله به د ارمان ختمه کړي
هغه په يو بل پورې انښتي مور او زوي چې خلقو
خاورو ته کله هم د اوښکو په کفن کښې سپارل
عېن په دغه وخت يو بلې مور يو بل بچي ته
ژوندون ورکړی ؤ دنيا ته ئې ژړل او خندل
د پشکال باران به هر کله په دې موسم کښې
په قهر راغی ولې داسې خونړی به نۀ ؤ
داسې قاتل به نۀ ؤ داسې غرڅنی به نۀ ؤ
د خلقو ورور به ؤ خو داسې مېرنی به نۀ ؤ
خو ځه خبر خو شو سېلاب هم ئې چپې خبر شوې
چې نۀ رشته د مور او زوي د غوڅېدو شی دی
نۀ لا مات شوی، نۀ ماتېږي تسلسل د ژوندون
نۀ لا چينه د دې تخليق د وچېدو شی دی
Mor, zoay au sylaab
Poet: Rahmat Shah Sayal
بېرته شاته |