(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)
Adab au Hunar / شعر، ادب او هنر
جنګونه ودروۍ!
ای د جنګ غاړو دا روان جنګونه ودروۍ
دا د افغان په وینو ډک سیندونه ودروۍ
ترڅوبه هره ورځ روانئ جنازئ وي دلته
د خدای په پار دا ناروا قتلونه ودروۍ
ولی دبل په لمسون خپل ښکلۍ وطن ورانوئ؟
په خپل وطـــــــن کی د جګړئ اورونه و دروۍ
د کونډو رنډو یتیمانو غږ اسمان ته رسي
نور مو په کليو راروان بمـــونــــه ودروۍ
زموږ د خاورۍ هر قـدم په هــدیرو ډک سوئ
بس کړی ، وطن کی په هر کور غمونه ودروۍ
تر څو به دا وطن سوزیږي د جګړو په اورکی
جنـــــګونــــــــه ودروۍ دا مـــرګـونــه ودروۍ
د وطن موردی چې ځوریږي دبچو په ویرکې
نور دئ ویرجنۍ وطن مور دردونه ودروۍ
* * *
ویانا / ۷ /۹/ ۲۰۱۰
بېرته شاته |