(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

ديره

يو خو چې کله ستا د پخلی نمبر وی نو په ترکارۍ کې درنه يا مالګه زېاته شوی وی او يا پکې د غوړو ډنډ ولاړ وی- اوس خو دې کلونه وشو لږ سړے شه- چې ستا نمبر وی نو اکثر زه وږے ويده کيږم--خانګله خله سمه خوځوه - نور څوک څه نه واي خو بس هر وخت ته ټرتيږې- که خورې اخوره او که نه خورې نو مازغه مې خوره- ماته پته ده چې بيا به دې د چا د ديرې چکر وهلے وی څه ښه شے به دې خوړلے وی -نن درله ځکه لوبيا[قولت] خوند نه درکوی - سل ځل مې درته اوويل چې دې پخلی له يو بنګالے نيسو - خو دغلته دې بيا په جيب لړم کينولے وی - زه سحر په شپږ بجې کار له لاړ شم او ماسخوتن په اته بجې راشم - ټوله ورځ بلاکونه او شږې پورته کړم وجود مې ماتيږی ستړے ستومانه يم خو بيا هم په خپل نمبر پخلے وکړم او ته ټوله ورځ کور ناست ي او دومره ناراست ي چې پوره شل ورځې وشوې چې د پخلی په ځاي کې دا پيشو لنګه شويده چې اوي شړې- غلے شه نوريه - ولې دا زه دې څه د پلار نوکر يم چې هره ورځ به درله پيشوګان شړم - سل ځله خو مې وشړله خو چې ايله مې سترګې ورشی نو سره د خپلو بچو بيرته راغلی وی-ښه درته پته ده چې د پيدايشت ځاي په هر چا ډير ګران وی - لکه ستا خپل کور څومره خوښ دے؟ دا په دې چې ته ورپکې زيږيدلے ي- دا ورکوټی پيشوګان هم دلته زيږيدلی دی-که هر ځاي ته ي وشړې نو بيرته به راستنيږی- خو دومره احتياط کوۍ چې په لوښو سرونه ښه جوخت ږدۍ چې جوټه کوی ي نه-دلته لا کوم څيز پاک دے د چايو په پتيله کې بلا کاکروچ ګرځی بسترې او فومونه د منګوړو ډک دی د لامبلو په ځاي کې غټې غټې چمچکۍ په ديوالونو ګرځی ---------------------------بس دے بس دے خانګله ، خبرې دې دومره زده دی چې قاضی دې هم نشی ملا مته کولے خو نور د انې سړے نه ي - پرون دې دغلته د پيزار په ځاي کې بلا د نسوارو چونډی غورزولی وو- په لار روان ووم په بوټانو کې مې د پښو غټې ګوتې خوګيدلې چې ومې لټولې نو د نسوارو چونډی دې ورويشتلی وو واي غلبيل راپاڅي او کوزې ته واي چې تا کې دوه سوری دی----------پرون مې د چا نه په سوال لګه توره دانه[چرس] راوړی وو د کوټې په برګه پورې مې نښلولی وو چې چرته پرې ته پيښ نه شې خو نه پوهيږم چې په سپيږمو کې دې مقناطيس دے که څه بلا ي--هغه دې هم وهلی دي- ميخ ته خو ستا له کبله اوس قميص نه شو ځوړندولے ولې چې بيا ي ته ښه پخه تالاشی اخلې- او چې په نيمه شپه چيټه وڅکې نو د خوړلو يو څيز نه پريدې-په دغه وخت که خر ته خيد[ګياه] واچوې نو نه ي خوری خو ستا دې کولمې ته حيران شم- خو د خداي د خداۍ نه زار شم چې په دومره خوراکونو کې دې هم د مخ نه ايرې چڼيږی-مخ دې لکه د چوپلی ام وچ کلک دے-----بس بس بس چې مخکې لاړ نه شې دروغ لږ په اندازه وايه تاخو اوس د ديرې د خلکو نه علاو د ګاونډ دا ټول خلک هم پيژنی چې کاشوغه د ځان سره په جيب کې ګرځوې ولې چې ګوتې دې اکثر په ګريسو سخا وی نو پولاو په کاشوغه خورې---------- يا هلکانو دا څه غوبل مو جوړ کړے دے لږ مو خوب ته پريدۍ - دا غږ چا وکړو نوريه- ولې خانګله که څه راشن دې ډير وهلے دے غوږونه دې کار نه کوی اوس د شمشير اواز هم نه پيژنې----شمشيره وروره اوس دې د ملا هغه دړ څنګ دے نوريه ته د هر چا تپوسونو ته تکړه ي په هر کار کې وړاندې وړاندې کيږې خانګله که تاله ځه زمرے هم ونيسم نو ته به زر اوواي چې دده تبه وه ځکه دې ونيوو -هه شمشيره وروره اوس څنګه ي-د ټول کور نه خو د ايوډيکسو شخړې پورته کيږی -نوريه وروره غرق شوم بلا مالشونه کيپسول ګولۍ او پيچکارۍ مې وکړې خو نه ښه کيږم - هلته راپسې د کور نه دړادړ ټيليفونونه کيږی چې پيسې راوليږه او دلته د تيرې يوې مياشتې نه علاجونه کوم - ډاکټران نه دی سم ډاکوان دي چې ورشې نو به واي هله ايکسره وکړه ټيسټونه وکړه زر زر به درته ډريپ ولګوی چې د ځانه خبريږې نو جيب به دې تش وی- اوس خو اودس ماتی له هم نه شم پاڅيدلے وايم چې خود کشی وکړم----------نوريه په دې مرۍ ورله زور کړه چې دمه شو ترې- ښه روغ رمټ دے خو د عربو ګرمی خو درته معلومه ده چې لامبې نو هم به درباندې اوبه بهيږی او هم خولې-دے ورته د ټينګې نه دے -خوبونه کوی او فوم ورله مزه ورکړې ده فلم ته چې ناست وی نو درې ګنټې کش کړپ نه کوی خو چې څوک اووينی نو زر پرپوټ شروع کړی- دې ته حيران يم چې دې دله له پلار دا واده څله کوو-چې اوس ي کنډک بچی دی نو خرچه خو به ترې غواړی څه ماران خو نه دی چې په خاورو پاي- دلته خو پښتانه يو شرميږو پرې ګنې ولله چې ډيره موده مو مفت وساتو نه ترې د خوړلو څه اخلو اونه د اوسيدلو نوريه که رښتيا راباندې واي نو دا شمشير زمونږ د لاسه داسې دے-که مونږ ترې خرچه غوښتلے نو ده به ارومرو کار کولے-مونږ معاف کړيدے تياره خوری او د ايرکنډيشن يخې هوا ته پروت وی د هندوستان د فلمونو حافظ ترې جوړ شو خو چې فلم شروع شی نو دے به درته په پنځه منټه کې ددغه فلم ټوله قيصه وکړی-د ټولو اداکارانو د کوناټو ناپونه او پلار نيکه نومونه ورته په ښه شان معلوم دی او خبر ي نوريه ، کلی ته چې څلور کاله مخکې په چوټۍ تلو نو زه په هغه وخت کې موجود ووم- خايسته سپينې جامې ي اغوستې وې زيړه ګړۍ ي په لاس کړې وه ويښتو له ي تور رنګ ورکړے وو او په ځان ي دومره خوشبويانې او سپريګان پورې کړي وو چې د پيربابا مزار ي راته راياد کړے وو-دا خو ترې زه بيا وروسته خبر شوم چې د کلی نه به ورپسې يو سړی بيابيا ټيليفونونه کول چې زما هغه پيسې راوليږه کومې چې مې درله د جاز د ټکټ د پاره درکړې وې---------------------------------- خانګله بهر څه شور نه دے ؟ ته و رښکاره شه چې څه چل دے اوهو ياره دلته خو د دنيا خلک راغونډ شوي دی دا بوډا چې ي په مينځ کې ولاړ دے دا خو سخی ماما دے راځه چې تپوس ي وکړو هلکه سخی ماما څه ميله دې جوړه کړې ده ولې نوريه ته راته نه ګورې چې جيب مې شليدلے دے-دادے اوس رانه يو توری[تور پوستی] موبايل فون او جيب کې پراته دوه نيم زره رياله وتښتول او يو څو ګوزارونه ي هم راکړل سخی ماما ته ي شکل پيژنې ؟ يه وروره دا ميرات خړسی ټول يو رنګ دی زه ي څه پيژنم خو په سايکل سواره وو ما د وړو د مور سره خبرې کول غوښتل خو چې هلو مې وکړو نو دلته يو شغ شو يو رانه موبايل وتروړلو او بل رانه جيب وشوکولو او بيا مې ليدلی نه دی چې په کومه لاړل خداي پاک دې ي غرق کړی-راځه راځه سخي ماما اوس دلته څوک د غيرملکيانو رپورټ هم نه ليکی او د ميلې د جوړولو هيڅ فايده نشته راځه چې ځو نوريه دخوب وخت دے سبا به کار له ځو-خانګله درويش ته دې فام دے کنه بيا رباب له غوږونه تاووی نوريه غم ي مه کوه منګے مې ورله غرمه د کوټې د سر نه ښکته شغولے دے نن به ايله چرته خوب وکړو هلکه درويشه نن دا ټنګ ټونګ مه کوه خداي او دې ځولۍ ته اوګوره چې وېده شه اوس به بيا هغه د ميرات مړی سيفور ځوے راشی او تر سحره به غاړې راکاږۍ ورشه هلکه هغه منګے راوړه او لږ وړه چرته نه راوړه چې سور بجاو کړو خوبونو خو ستړی کړو هلکه درويشه هغه منګے خو دې نشته څنګه نشته چرته لاړو پرون مې دغلته په خپلو لاسونو ايښے وو غوبل او شور شغرب ي اوکړه خو چې خوند ي اونه کړو نو يو جيکين او پتيله ي د پخلی له ځايه راوړل او ميلس جوړ شو پتيلې خو د منګی نه ډير شور کولو نو خانګل ځان ته بلا کنځلې وکړې هلکه خانګله دا بهر ور چا اووهلو ورشه کيدے شی ميلمانه وی خانګل چې ور بيرته کړ نو [شورته] پوليس واله وو چا ورته په دوي شکايت کړيوو چې درسته شپه شورکوی او زمونږ خوبونه خرابوی خانګل ي يو څو لتې اووهلو او بيا ي د درويش رباب د درويش ملا له راواچوو ټول ي سم وغربول او غونډ ي په يو بند ډاټسن کې شاته کښينولو ټولو درويش ته کنځلې کولې او هغه دومره وهل خوړلی وو چې ساه ي نه شوه اخستلے چې تاڼې ته ورسيدو نو ټول ي په يوه وړه کوټه کې بند کړو چې ايله پکې ټول کښيناستے شو د ټولو سره چې کنځلې ختمې شوې نو لږه خاموشی شوه يو تور بدرنګه عسکر راغے او د سحر مانځه له ي جومات ته بوتلو د اوداسه په وخت کې نورې د خانګل سره مشوره وکړه چې خلک څنګ د مانځه دويم رکات ته ورسی نو دواړه به تښتو -چې ملا څنګ دويم رکات ته ورسيدو نو دوي د تيښتې کوشش وکړو -په دوي خو د عسکريانو نظر وو دواړه ي د څټونو نه کلک ونيول او د جمات نه ي بهر سم پاسته کړل-سحر د نورو ټولو ضمانت وشو خو نورے او خانګل ي ايسار کړل -دواړو په زوره زوره ژړل اخر ماښام ورپسې ملګری راغلل زر رياله جرمانه ي ورکړه او را خوشی شول نه اوس درويش رباب غږوی نه د شمشير په ملا دړد شته نه د سخي ماما نه څوک موبايل فون تښتولے شی او نه د نوری نه په اينګولی کې مالګه او غوړی ډيريږی ولې چې عقل په ټکرو راځی--------خو د ديرې نه مو اديره جوړه شوه - بېرته شاته