دپښتنو پر وړاندی تبعیض : ولسمشر اوباما ته یو لیک ...
له طرفه د: ډاکتر مصداق، ډاکتر زیرکیار، ډاکتر میرکي او ډاکتر برهاني ژباړن: شیرین اغا جهانګیر دا لیک د امریکا ولسمشر ښاغلي اوباما ، د امریکا د بهرنیو چارو وزیرې میرمن کلنټن ، د امریکا د سنا د بهرنیو چاور د کمیټې رییس ښاغلي جان کیري ، د امریکا د سنا پخواني عهده دار ښاغلي رچارډ لوګر ، د جرمني صدراعظمې میرمن انګلا میرکل ، د امریکا د نامتو خبرپاڼو مدیرانو او یو شمیر نورو نامتو څیرو ته لیږل شوی دی . د جون ۱۲ – ۲۰۱۰ پښتانه د اوسني افغانستان بنسټ ګر او د دې هیواد تر ټولو لویه ډله ده چا چې د تیرو دوه نیمو پیړیو په ترڅ کې د دې خاورې ساتنه کړیده . خو له بده مرغه د ځینو ناسمو مالوماتو پر بنسټ او یا هم د یو شمیر خپل منځي قومي حسدونو له کبله هم د خپل هیواد د ننه او هم د بهرنیانو لخواه د تعصب ښکار دي . پښتانه د افغانستان د ټولو وګړیو په سلو کې دوه شپیته برخې جوړوي . ( واک بنیاد ، د افغانستان قومي جوړښت ، ۱۹۹۸ ) ( ډاکټر نبي مصداق ، سیاسي کمزورتیا او بهرنۍ لاس وهنه ، ۲۰۰۶) خو له بده مرغه بیا هم په ګاونډیو هیوادونو لکه پاکستان او ایران کې له پښتنو سره ناوړه چلند کیږي . بلکه د طالبانو د واک تر نسکوریدو وروسته پښتانه د ناټو او اتحادي ځواکونو لخواه هم د ناوړه چلند ښکار دي . د پولې پورې غاړې ته په پاکستان کي ۱۸۰ میلیونه وګړي ژوند کوي ، چې ۱۳ په سلو کې یې پښتانه دي . ( دا په داسې حال کې که چیرته په خپلواکه قبایلي سیمو کې اوسیدونکي پښتانه پکې شمار نه کړو ) . خو بیا هم دې پنځوس میلیونه پښتنو وګړیو ته له یوه مخه د القاعده او طالب په نظر کتل کیږي . خو دا خبره له حقیقت څخه ډیره لرې ده . دا وخت د پاکستان په سوات او په قبایلي سیمو کې په میلیونونو پښتانه د طالبانو پر خلاف راپاڅیدلي دي . دا خبره د یادولو وړ ده چې د طالبانو په شپږ کلن واک کې یو پوهه او لوستی افغان پښتون هم دې خبرې ته چمتو نه شو چې په نوموړي حکومت کې دنده ترسره کړي . لیکن له بده مرغه په افغانستان کې په سلګونو بې ګناه ښځې او ماشومان او سپین ږیري د ترهګرۍ په نوم د اتحادي ځواکونو د بمبارۍ ښکار شوي دي . ( پروفیسر مارک هارولډ ، د نیو همپشایر پوهنتون ) په همدې ډول په پاکستان کې په زرګونو بې ګناه پښتانه په دې پلمه مهاجر کړای شول او کورونه یې وران شول چې ګوندې دوی طالبان دي . په کندهار ، فراه او د افغانستان په سهیل ختیځ کې پر کلو او کورونو پرله پسې بیماري بې ګناه ښځې او ماشومان وژني . دا خبره نه یوازې د افغانانو لپاره بلکه د نړۍ د ټولو وګړیو لپاره د نه منلو وړ ده. پروفیسر صدیق نورزي د افغانانو او نړیوالو دې کرکې او غصې ته په خپله هغه لیکنه کې اشاره کړیده کومه چې د ۲۰۰۹ کال د دسمبر په میاشت کې په ( ) ویبپاڼه کې خبره شویده . په دې لیکنه کې د هغو پښتنو ماشومانو پر وژنه رڼا اچول شوې ده چې له یو کال نه تر شپاړسو کلونو عمرونه یې درلودل . په افغانستان کې د اوسني جنګ اصل عوامل هغه وخت رامنځته شول کله چې طالبانو د خپل واک په ورځو کې د یونوکال په نوم د تیلو یو امریکايي شرکت ته شاه کړله او د هغه پر ځای یې د بریډاس په نوم د ارجنټاین هیواد له یو شرکت سره د بهتره شرایطو له کبله هوکړه وکړه تر څو د منځني اسیا له هیوادونو څخه د افغانستان له لارې د هند سمندر ته د تیلو او غازو نللیکه وغځوي . د ۲۰۰۱ میلادي کال د جولای په میاشت کې د جرمني د برلین په ښار کې د ملګرو ملتونو په مرسته د افغانستان په هکله یو کانفرانس ترسره شو ، په کوم کې چې امریکايي چارواکو د پاکستان د هغه وخت د باندنیو چارو سکرترنیاز نایک ته په ځغرده وویل چې مونږ به په اکتوبر کې د واورو تر وریدو وړاندې پر افغانستان برید وکړو . بروس رچارډسن ، چا چې دافغانستان په هکله دوه کتابونه لیکلي دي ، په دې اند دی چې د امریکایي چارواکو له دې خبرې ښاغلي نایک داسې و انګیرله چې امریکا په افغانستان کې د رژیم د بدلون غوښتونکی و ، تر څو وکړای شي چې د یونوکال د نللیکې پروژه پر مخ بوځي . خبریال رچارډسن د سي. آی . اې د یو افسر کرسټین روکا یادونه هم کوي . کله چې د طالبانو او د مریکایي چارواکو تر منځ خبرې د امریکا په تاوان پرمخ روانې وې نو نوموړي افسر طالبانو ته وویل چې یا خو تاسو زمونږ د سرو زرو وړاندیز ومنی او یا به مونږ تاسو د بمونو تر ټغر لاندې خښ کړو . همدا ډول د بي بي سي د خبري شبکې د سهیلي اسیا څانګې هم د دې خبرې یادونه کړې وه چې امریکا پر طالبانو د برید پلان جوړ کړی و ( سه شنبه ، ۱۸ دسبمر ، ۲۰۰۱ کال ) دا یادونه د زیرکیار په کتاب ( پرافغانستان اړین نظر، می ۲۰۱۰) کې هم شوې ده . دا مرکه د سي این این لخواه هم خپره شوه او د ګارډین خبرپاڼې هم چاپ ته وسپارله . د پښتنو پر خلاف همدا ډول تعصب د شمالي ټلوالې لخواه هم ترسره کیږي ، چاچې پر اهمو وزارتونو ، ولایتونو او په بهر کې د افغانستان پر نمایندګیو خیټه اچولې ده په تیرو نهو کلونو کې جګړه په پښتون میشتو سیمو کې روانه ده . په دې جګړه ځپلو ولایتونو کې ډیر کم شمیر ښونځي د زده کونکو پر مخ خلاص دي . خو بیا هم سره له دې بې شمیره ستونزو د دغو سیمو زده کونکو خپلې زده کړې پرمخ بیولي دي . خو بیا په کابل کې ډیرو کمو پښتنو زده کونکو ته دا اجازه ورکړل شوې ده چې لوړو زده کړو ته لاره ومومي . د مثال په توګه تیر کال له پښتون میشتو ولایتونو کندهار ، زابل ، ارزګان او هلمند څخه یوازې ۷۲۷ زده کونکي د لوړو زده کړو وزارت په ازموینه کې بریالي وګڼل شول . خو بلې خواته له شیعه میشته ولایت څخه ۱۰۵۴ ، له کم نفوسه ولایت بدخشان څخه ۲۳۰۵ او له کوچني ولایت جوزجان څخه ۹۴۳ زده کونکي د کانکور په ازموینه کې بریالي شول . په دې جنګ ځپلو ولایتونو کې زده کونکو خپل ژوند له خطر سره مخ کړی دی تر څو ښونځیو ته لاړ شي . خو پر ځای د دې چې د ملګرو هیوادونو لخواه ورکړل شوو تحصیلي بورسونو په ویش کي د دې ولایتونو زده کونکو ته لومړیتوب ورکړل شوی وای، له بده مرغه هلته هم ورسره تعصب کیږي . د بهرنیو چارو او د لوړو زده کړو وزارت دا هوډ کړی چې هیڅ یو پښتون به هم پرینږدي ترڅو بهر ته د لوړو زده کړو لپاره لاړ شي . د دوی پر ځای ۹ په سلو کې هزاره او ۱۲ نیم په سلو کې تاجک قومونو زده کونکي څوک چې ټیټه سویه لري هغه ټول بورسونه ترلاسه کوي چې د هند ، روس ، ایران ، مصر او حطا د امریکا او انګلستان لخواه افغانستان ته ورکړل کیږي .ډاکټر میرکی ، څوک چې د یوې نامتو افغانې کورنۍ غړی دی ، د اوسنیو ټولټاکنو د څارنې لپاره افغانستان ته تللی و . هغه د پورته یاد شوي تعصب څرګندونه دا په دې ډول کوي : د میدان وردګو له ولایت څخه یو شمیر پښتانه زده کونکي په دې نیت د لوړو زده کړو وزارت ته لاړل چې د بهرنیو هیوادونو بورسونه ترلاسه کړي . دا ټول د لومړۍ درجې زده کونکي ول او فوق العاده لاسته راوړیې یې درلودې . خو دوی ته د چارواکو لخواه وویل شول چې د پاکستان کوټې ښار ته لاړ شي او له هغه ځایه ځخه بورسونه ترلاسه کړي . نوموړو زده کونکو اسرار وکړ چې هغوی افغانان دي ، نو ولې کوټې ته د بورسونو د ترلاسه کولو لپاره لاړ شي ؟ خو د وزارت کارکونکو په خندا ورته وویل چې شاید ملا عمر وکړای شي چې بورسونه درکړي . د زده کونکو یوه بله ډله چې پښتانه ، تاجک او هزاره زده کونکي پکې شامل ول ، په کابل کې د لوړو زده کړو وزارت ته لاړل تر څو بهرني بورسونه ترلاسه کړي . په دې ډله کې ټولو غیر پښتنو زده کونکو بورسونه ترلاسه کړل . خو پښتانه زده کونکي که څه هم ډیر لوستي او اهل ول ، خو له بده مرغه یو هم په دې ونه توانید چې کوم بورس ترلاسه کړي . د پښتنو زده کونکو یوه بله ډله په دې نیت له بغلان ولایت څخه کابل ته روانه شوه چې د لوړو زده کړو وزارت په ازموینه کې برخه واخلي . خو یو سیمیز تاجک ټوپک سالار له دې موضوع خبرشو . هغه د زده کونکو په موټر برید وکړ او ټول زده کونکي یې وډبول او ځیني یې زخمیان کړل . له دوی څخه یو هم کابل ته ونه رسید . مونږ هیڅ کله هم دا نه وایو چې پښتانه د افغانستان اکثریتي ډله ده نو ځکه دې ټول بورسونه دوی ته ورکړل شي . بلکه مونږ د یو معیار غوښتونکي یو د کوم له مخې چې باید دا بورسونه د وړتیا پر بنسټ ورکړل شي . د نړۍ په یو هیواد کې هم له اکثریتي ډلې سره دا ډول تعصب د دومره اوږدې مودې لپاره نشي ترسره کیدلای. دا ډول تنګ نظري به نن وي که سبا ډیر ناوړه غبرګونونه رامنځته کړي . ډاکټر زیرکیار ، چاچې د جرمني د برلین له ازاد پوهنتون څخه په سیاسي علومو کې دوکتورا ترلاسه کړې ده او په افغاني ، جرمني او امریکاي پوهنتونونو کې یې د تدریس دنده هم ترسره کړې ده ، له پخواه نه د دا ډول تعصب پر خلاف غږیدلی دی . هغه په دې هکله داسې وایي : زه غواړم چې یوې اهمې موضوع ته اشاره وکړم . په افغانستان کې د زده کونکو ډیری برخه څوک چې په خټه پښتانه دي له هغو تحصیلي بوزسونو څخه خپله جایزه برخه نه ترلاسه کوي کوم چې افغانستان ته د ملګرو هیوادونو لخواه ورکول کیږي . دا ډول زیانمنه پالیسي پر ټولو پښتنو ناوړه اغیزه کوي ، خوا که هغوی د افغانستان د هرې برخې اوسیدونکي وي . همدا خبره په دې جنګ ځپلي هیواد کې د سولې راوستلو او د ملت جوړونې وروستۍ هیلې هم له منځه وړي . زه ویره لرم چې د تعلیم په برخه کې دا ډول تعصب به په راتلونکو وختونو کې لا نوره ټولنیزه او سیاسي بې ثباتي رامنځته کړي . د وخت له تیریدو سره څرنګه چې د افغانستان د اوسني نظام د فاسد او غلط جوړښت په هکله مالومات راڅرګندیږي ورسره دا خبره نوره هم روښانه کیږي چې دلته یوه کوچنۍ اقلیتي ډله له افغانستان سره د کیدونکو سیاسي، نظامي او مالي مرستو لویه برخه ترلاسه کوي او هم یې د افغانستان پر بهرنیو نمایندګیو خیټه اچولې ده . دا اقلیتي واکمنه ډله له هغې سیاسي او اقتصادي اجندا سره پوره مرسته کوي کومه چې بهرنیانو د خپلو ملي او کلتوري ګټو لپاره په افغانستان کې رامنځته کړې ده . دا نوي واکمنه ډله کولی شي چې خپله خوښه او اراده د بهرنیانو په مرسته او یا هم د هغوی له مرستې پرته په اکثریتي پښتنه ډله ومني. له دیرش کلن تاو تریخوالي نه پس افغانستان په بیړنۍ توګه یو سولییز اقتصاد او ملت جوړونې ته اړتیا لري ، د پښتنو مخالفې واکمنې ډلې ته او نه هم داسې یو ټولګي ته چې پکې کرکه او د یو بل نه زغمل ښودل کیږي. څيړونکی جینین سپینک ، څوک چې د افغانستان د څيړنې او ارزونې ډلې سره تړلی دی، داسې لیکي : (ښونکي اوس هم زده کونکو ته قومي کرکه او د یو بل نه زغمل ور زده کوي . نصابي کتابونه په لویه کچه سیاسي بڼه لري او ټولنیز توپیر او تاوتریخوالي ته وده ورکوي . داسې ښکاري چې نړیوالې ټولنې دې ټکي ته هیڅ پام نه دی کړی او د هغوی بې شمیره پانګونه پر ځای د دې چې دا ډول ستونزې له منځه یوسي ، له بده مرغه نوره هم ورته لمن وهي) . ما غوښتل چې پر یوې بلې موضوع ته هم اشاره وکړم . په کال ۱۹۹۲ کې د سي-آی-اې لخواه خپور شوي د نړیوالو حقایقو کتاب په افغانستان کې د پښتنو شمیر او ارزښت راټیټ کړی دی . ( د زیرکیار لیکنه ، په کاغذ پران باز کې د پښتنو رټل . یو ډول روحي عملیات ؟ دسمبر ۲۰۰۹) په همدې ډول کولی شی چی د بروس رچارډسن کتاب ( افغانستان ، د حقیقت لټون ، ۲۰۰۸- ۲۰۰۹ ، ۲۷۵ پاڼه ) وګوری . اخر د غیر پښتنو د شمیر د ډيرونې د او د پښتنو د شمیر او ارزښت د راټيټولو تر شاه څه مقصد کیدلای شي . د سي-آی-اې دا قصدي عمل د دې خبرې څرګندونه کوي چې امریکا غواړي د یو ناروا جنګ لپاره، کوم ته چې د یو روا جنګ بڼه ورکړل شوې وه ، په دې چل نړیواله مرسته ترلاسه کړي. ترڅو تش په نوم اکثریت ( یعنی غیر پښتون اقلیت) د یو اقلیت ( یعنی اکثریتي پښتون ) له زور زیاتي څخه وژغوري . مونږ هر څوک دې خبرې ته رابولو چې راشي او د تیرو شپږو کلونو د تحصیلي بورسونو اعداد او شمار دې وګوري ، کوم چې د دې خبرې څرګندونه کوي چې په ډیره ناروا توګه یوزاې د قومي او ژبني تړاو پر بنسټ دا بورسونه ورکړل شوي دي . په دې توګه پښتانه زده کونکي له لوړو زده کړو بې برخې کړای شوي دي. او دا ناروا کړنې په پورته یادو شویو وزارتونو کې ناستو د شمالي ټلوالې تنګ نظرو چارواکو لخواه ترسره شوي ډي . د دغو بورسونو له لارې د هر تکړه او وړ پښتون زده کونکي پر ځای له ۸۰ نه تر ۹۰ غیر پښتانه بهر ته لیږل شوي دي . د دغو غیرپښتنو زده کونکو ډیری برخه د هغو ګوتو په شمیر پښتنو زده کونکو په نسبت کوم چې د کابل پوهنتون د کانکور ازموینې ته لاره مومي ، هیڅ ډول چمتو والی نلري. د مثال په توګه هند د ۲۰۰۶-۲۰۰۷ کال لپاره افغانستان ته ۲۵۰۰ بورسونه ورکړل، په کومو کې چې د انجینرۍ په برخه کې ۵۰ بورسونه هم شامل ول . تر نن ورځې پورې په هند کې له دغې څخه هیڅوک هم د انجینرۍ له فاکولتې نه دی فارغ شوی. سبب یې دا دی چې دا زده کونکي د دې وړتیا نلري چې د یو داسې ګران او تخنیکي مسلک لپاره دې وټاکل شي. یو دا چې دوی په هغه سویه له انګریزي ژبې سره بلد نه دي کومه چې د دغو مضامینو لپاره پکار ده. بله دا چې دوی د ریاضي ، مثلثاتو او فیزیک په هغو پیچلتیاو نه پوهیږي له کومو سره بلدتیا چې د یو داسې سند لپاره اړینه ده. له دغې ډلې څخه یو شمیر زده کونکي بیرته کابل ته راستانه شوي دي او نور یې په هند کې له یو مضمون څخه بل ته اوړي. پروفیسر خالق رشید په نوې ډیلۍ کې د افغانستان په سفارت کې تعلیمي اتاشه دی. هغه وایي چې ډیر شمیر نا اهله زده کونکي هند ته رالیږل کیږي او بلې خواته لوی شمیر اهل زده کونکي یو تنګ نظرو قومي سیاستونو له کبله له دې نه محرومه کیږي چې له داسې اسانتیاو ګټه پورته کړي. د هند تعلیمي ادارو هم څه موده وړاندې یوه ډله کابل ته ولیږله او له افغاني چارواکو یې وغوښتل چې اهل زده کونکي دې هند ته ولیږي ، ځکه چې په هندي پوهنتونونو کې د افغاني زده کونکو برخه ډیر ځل خالي پاتې کیږي. مونږ له تاسو غوښتنه کوو چې د دا ډول تعصب اوږد مهاله اغیزې په نظر کې ونیسی او د کرزي حکومت ته ټینګار وکړی چې دا تنګ نظري د افغانستان په ګټه نه ده. پښتانه د افغانستان بنسټ ګر او ساتونکي دي. هغوی به هیڅ کله هم دا ونه زغمي چې یوه اقلیتي ډله دې پر هغوی واکمنه وي، خوا که لوړو زده کړو ته پریښودل کیږي او که نه. په دا ډول څرګند تعصب سره کرزی او د هغه ملګرې شمالي ټلواله د راتلونکي لپاره په افغانستان کې د شخړې زړي کري. پوښتنه دا ده چې اوسنۍ واکمنه ډله به هغه وخت څه کوي کله چې یې ۱۵۰۰۰۰ بهرني سرتیري د مرستې لپاره ترشا نه وي ولاړ. د افغانستان تاریخ د هغو رژیمونو پر خلاف له مقاومت څخه ډک دی کوم چې د بهرنیانو په مرسته او د لږکیو ډلو ترمشرۍ لاندې رامنځته شي دي. نړیواله ټولنه باید د افغانستان له هر وګړي سره د برابرۍ او انصاف چلند وکړي. د راتلونکو واکمنو نسلونو پر خلاف دا ډول تعصب باید چې سم دلاسه پای ته ورسیږي. تحصیلي بورسونه ورکونکې ټولنې باید د دې خبرې ډاډ ترلاسه کړي چې د افغانستان له خلکو سره د هغوی له مرستو څخه ناوړه ګټه پورته نشي. ******** نبي مصداق ( لسانس د لندن له پوهنتون څخه ، دوکتورا د سسکس له پوهنتون څخه ) لیکوال او ژورنالیست رحمت ربي زیرکیار ( د برلین له ازاد پوهنتون څخه په سیاسي علومو کې دوکتورا ) ازاد کارپوه محمد داود میرکی ( ماستري او دوکتورا د شیکاګو له پوهنتون څخه ) لیکوال او اکادمیک عبیدالله برهاني ( د تونس له پوهنتون څخه دوکتورا) اکادمیک او د عربو چارو کارپوه د ډاکټر مصداق ، ډاکټر زیرکیار ، ډاکټر میرکي او ډاکټر برهاني لخواه .1-Rahmat Rabi Zirakyar, PhD in Political Science, Free University of Berlin, Independent Scholar.
2-Nabi Misdaq, B.Sc. (LSE) London University, PhD (Sussex University) UK, Author and Journalist.
3-Mohammad Daud Miraki, 2 MAs and PhD, Chicago University, Author and Academic.
4-Ubidullah Burhani, PhD, University of Tunis, Academic and Analyst of Arab Affairs.
Dr. Misdaq, Dr. Zirakyar and Dr. Miraki 5-from: Dr. Burhani
- بېرته شاته