(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

ګبين

شعر او شاعري د نوي سوچ یو پراخه لمن ده ، چې تر لري لري د ذهن سترګي د زړه د سترګو سره يو ځای په شعر او شاعري کې ملګرتـیـا کوي ، او هغه څه په ګوته کوي کـوم چـې د ذهـن او د زړه دروازي ټـګـوي . په پښتنه خاوره کې بې شمره شاعران زېږیدلي دي چې هر شاعر خپله ګړند لاره په نښه کړي ، د نن څخه ۸۳ کاله مخکې پدې پښتنه خاوره داسې څوک زېږیدلي ، چې په خپل ژوند کې ئې ډېري تودي سړي لیدلي دي همدغه تودو سړو د شعر او شاعري سره اشنا کړي دی . شاعري چې د الهي پیرزوینه ده د ګبین د خوږو خاوند د کايناتو مالک ته داســې وائـــی : د حــــســــاب کــتـــاب دې نـــه یـــم لــويـــه خـــدایـــه یـم کـــمــــزوری مــــاتـــــــــه بــــلــــه لار وښــــــــــــايــــه تــــــا پـــــــــخــپـــــــلــه زه کــــــمـــزوری یــــم بـــلــــلـــی پـــــــه قـــــــران کـــــې دې وئيـلــــي څــو څــو ځـــایـــه داسې معلومیږي چې شاعر په زړه زلمی او د عمر د ورشو په تناب ښه تجربه کاره دی چې د ادب په ډګر کې د خوږې پښتو ژبې پوښ ملاتړ دی ، همدا وجه ده چې د خپل کتاب نوم ئې ګبین خوښ کړی ، ګبین ۲۵۲ مخونه لري چې په کال ۲۰۰۸ عیسوي کې له چاپه راوتلی ، لکه څنګه چې مې مخکې ووئیلی چې پروفیسر جهانزیب نیاز لالا اوس د ۸۳ کالو په عمر دی ، د ژوند د احساس لمن ئې د فولادي حوصلو نه ډکه ده د خپل ماما فخري افغان باچاخان وینا چې د باشعورو پښتنو لپاره د ګاڼې کرښه ده پوهاند صیب د باچاخان د لارې مل دی : بابا که ستا عظمت زه هېر کومه انسان بــه نــه یـم بـیـا بـه دروغ وي نشـا نـچــې سـتـا د نـشان بــه نـه یم زما په زړه کې ستا اصولو ځان له ځـای جـوړ کړی کـه دا اصـول مـې چـیرې هېر کړل مسلمان به نه یم پوهاند صیب په پښتنه ټولنه عاشق دی د پښتون د سوکالۍ او ابادۍ فکرونه کوي د ګبین شاعري د ژوندون په سینه کر کوي ګبین د پښتنې خاورې څخه ډیر لرې یانې په امریکا کې لیکل شوی دې شاعر د پښتنو په درد دریدېږي خپل پیغام پښتون قام ته لکه د اوښګود څپو په شان په بار بار وروي د وېښیدو او د وحدت چغې وهي : ای پـــښــتو نــه پـــه وحـــدت کــې بــه شــتــه کــېـرې کـه یــــو نــه شــــوې خــیــال کـــوه ګــــوره ورکـېــږې پــه ټـــو ټـــو وېـشــلـــې قــام شــتــه کــېــدی نــه شي خـــدای د پـــاره وېـــښ شـــه کــلــه بــه وېــښــېــږي شاعر په بل شعر کې د پښتون زړوتیا او د سرزوري خبري کوي . پښتون به کړي دوزخ قبول چې میـنه ورســره وي پــه زور بــه پښـتون چیرې قبول نه کړي جنتونه د ګبين شاعري د ذهن د ورشو تارونه لکه د ادم درباب په شان په خوږه نغمه غږوي د خیال پردو ته بلنه ورکوي راځـــه نــــن چـــې ځـــو پـــه ســیــل د پښــتــونـخـــوا رنـــــګـا رنـــــــګ حـــسن لــیــده شــــــي هـــره خــــوا د نیاز صیب شاعري که له یو خوا د پښتنې د رنګینو نه ډکه ده له بلې خوا ئې د عشق د سمندر څپې د قلم نوکه کې نښلولې او په مزه مزه د کاغذ پر مخ لارې جوړوي . نـــادان وائـــي چــې عــشــق څـه دی مــیــنـه څــه ده زه ددې خـــــــــبــرې تــــل تـــــــــه تــــلـــــــــی یـــــــــم په بل ځای کې څه داسې وائې : عـــــــاشــــقـــي ګـــــــــورې اســـــانــــــه نــــــــــده واوره ســـر بـــــــه ږدې همــېــش تـــلــي کــې پـــه میـدان پــــه ټــــکــــر پـــــه اتـــمـــانـــــزو قــــصه خـــانـــه کـــې ســـــــــــره ګــلــــــــونـــــه رژولــــــــــــــــــي دي خـــــــــــزان د ګبین د لفظونو جوړښت د ښاغلي نیاز صیب دقلم د اوښکو باران په ډیر مهارت سره کړی ده او د ژوند هر مخ ته ئې نظر اچولی دی . عـــقــیــده چــې وي پـــخــه پـــــــروا دې نــــه کــــــړي چـــې پـــه زړه کـــې ئـــې رڼـــا د حـــق مـــبـــیــن وي د ایــمــان شــمــع چـــې مــخــکــې تـرېـــنـه درومې خپـل الله تـه بـه نـېــغ رســي چــي ریـښـتيــن وي نیاز صیب چې د پښتون قلم خاوند دی د پښتو د ادب دیره ئې پخپله شاعري رنګینه او د ګبین خواږه ئې وربخلي دي ورسره به دا هم زیاته کړم چې دپوهاند جهانزیب نیاز صیب شاعري د پښتنې ټولنې ترجمانې کوي د قلم دا کږې وږې کرښې مې د پوهاند صیب پدې شعر راټولم . ای پـښـتـونــه تــا پــه ځـــان څــه لـــوبــــې وکــــړې ځان دې ورک کړو بل دې شته کړو دا ته څه کړې فــکــر وکــــړه او پـــه یـــو مـــرکــز راغــونـډ شـه بـــاچـــا خـــان خــــبــره یـــــاده کــــړه کــه ښـــه کــــړې د پوهاند صیب ادبي مرکه دلته لیدلی شۍ - بېرته شاته