(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

Adab au Hunar / شعر، ادب او هنر

خوشالی مومبارک شه

ای پښتنو ورونو دا ښادی مو مبارک شه ای په قوم مینو خوشالی مومبارک شه دا تاریخی نوم د پښتنو چی وه ارمان زمونږ دی لار کی وه څومره کړیدلی پاچا خان زمونږ دی هدف لپاره شهید شوی صمد خان زمونو دی ارمان لپاره قربان شوی خادمان زمونږ دا د اتلانو کامیابی مو مبارک شه تکرار... دا د خوشال خان او میرویس خان خاوره دا د ایمل خان او احمد خان خاوره دا د پښتونخوا پښتونستان خاوره دا په سرکو وینو ګټل شوی د افغان خاوره دا د ملنګ جان د ارمانونو نیکمرغی مو مبار ک شه تکرار... لر او بر یی نه منو دا خاوره مو یوه ده دا د کندهار نه تر اټکه چی پرته ده دا مو د نیکونولوړ تاریخ او کارنامه ده یوه زمونږه ژ به او یوه مو ترانه ده دلته راټول شوه دا وروری مو میارک شه تکرار...

Matiullah Raofi
بېرته شاته