(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)
Adab au Hunar / شعر، ادب او هنر
په سپینه غونډی
د دنیا هغه سر کښی
په یوه سپینه غونډۍ ، په تکه سپینه غونډۍ
تور شیطانان ناست وی
ور سره ګیر چا پیره ، زاړه یاران ناست وی
اوږده لاسونه لری ، ډیر پلانونه لری
چې پری هر ځای ته رسی ،چې پری هر چا ته رسی
ژبی اوږدی لری ،سترګی پخی لری
په دروغو نه شرمیږی ، نیغ نیغ کتل کوی
صداقت هبڅ نه لری ، هر څه په چل کوی
په یوه سپینه غونډۍ ، په تکه سپینه غونډۍ
د اسلحو د سودا ، ټول دلالان ناست وی
قاچاق بران ناست وی
د ابادی په نامه ، لوی لوی ښارونه وران کړی
ټول سیستمونه وران کړی ، حکومتونه وران کړی
بیا په خندا شی ورته ، سم په ګډا شی ورته
چې چرته اور بل کړی ، د بل په کور بل کړی
په یوه سپینه غونډۍ ، په تکه سپینه غونډۍ
لوی قاتلان ناست دی ، ټول خونخواران ناست دی
دوه به په جنګ اچوی ، څوک به په ننګ اچوی
یو ته ټوپک ورکوی ، بل ته کوتک ورکوی
چا ته جاکټ ورکوی ، په صداقت ورکوی
بیا تماشی ته ناست وی ، چې یو بل څنګه وهی
مونږه په نورو وهی ، نور به په مونږه وهی
دغه مرام دی ددوی ، چه اسلخه خرڅه کړی
ښه یی درنه خرڅه کړی
که پری انسان مړ کیږی ،لکه حیوان مړ کیږی
هیڅ پروا نه کوی
دنیا ړنده ده ټوله ، دنیا کڼه ده ټوله ، او یا ویده ده ټوله
که خر په بډه وهی ، که غر په بډه وهی
Darwish Lalpurwal
Germany
يشقصهسزا
بېرته شاته |