(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)
Adab au Hunar / شعر، ادب او هنر
ملالې په نوم
د پښتنې سيمې د يوې زړه ورې ،سخنورې ، تکړه ملالې په نوم چې هم په خپلو رواياتو ټينګه ولاړه ده اوهم د خپل قام او ملت سره په کلک تړون باندې فخر کوي
د بيمارئ سره په جنګ دې پيغلې ته د خپل يو خواخوګي د زړه نه راوتلې دعا.
داغنــــدل غنــــــــدل ځوانی دې ،چرې نه شی د غم لاندې
ستا نغمه نغمه ژوندون دې ، الله نه کړی ساندی ساندې
تا د ځـــــــــــــان سره تړلي ، د مئينــــــــــــــــــو زړونه داسې
ستا ژړا ســــــــــــــــــره ژړيږي ،خاندي تا سره چې خاندې
په تا بدې کانې وشوې , مونږ ه هيڅ په خبـــــــر نه شو
مړې داسې خو پردي کړي, لکه تا کړل په مونږ باندې
داسې مه ګڼه ځان ګوښې، مونږ ه واړه درســــــــــــــره يو
زړه مې ځکه درته سوزي ,چې په خپله ئې زړه سوانـــــدې
فيروز غواړي چې ئې عمر, شي حساب د ستا په عمـــر
څوک به څه کړي باغ د عمر, چې ګل مخي ځې ترې وړاندي
بېرته شاته |